
د ننګرهار چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو د تورخم ـ جلال اباد لويې لارې ډکې سیمه کې هغه کانتینرونه نیولي، چې د پوځي چورلکو پرزې په کې بار وې.
یو شمېر رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه پرزې دهغو چورلکو دي، چې هند افغانستان ته ورکړې دي.
دغه کانتینرونه تېره اوونۍ نیول شوي او بېرته کابل ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د ګمرک رییس حامد الله بابکرخیل سلام وطندار ته وویل، چې دغو کانتینرونو کې د یوې پوځي چورلکې پرزې بار وې او د امنیت کسانو ته تسلیم شوي دي.
اخوا دفاع وزارت ویلي، چې ددغو نیول شويو کانتینرونو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
هغه زیاتوي، چې نيول شوې پرزې د دفاع وزارت پورې اړه نه لري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، ځینې توکي چې د تورخم له لارې پاکستان ته وړل کېدل نیول شوي دي، خو ده د زیاتو مالوماتو له ورکړې ډډه وکړه.





