
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره او ځانګړې استازې فډریکا موګرېني د تاشکند غونډې ته وویل، که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پایله ورکړي اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړنه د طالبانو لېرې کولو په بهیر کې کابل سره همکاري کوي.
مېرمن موګرېني له نړۍوالو هېوادونو غواړي د تروریستي ډلو خوځښتونه تر نظر لاندې ولري او له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د هغې په وینا، جګړه او د جګړې پایلې یوازې افغانستان نه ګواښوي او باید د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا هېوادونه له افغانستان سره د ترهګریزو ډلو ځپلو کې همکاري وکړي.
مېرمن موګرېني وايي، اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هر ډول همکاریو ته چمتو ده.
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میر ضیایووف هم وايي، د سیمهییزو همکاریو ترڅنګ د تاشکند غونډه د دې لهپاره ترسره شوې، چې د افغانستان جګړې لهپاره سولهییزه حل لاره وموندل شي او هغوی د افغانانو ترمنځ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د اوزبیکستان ولسمشر په وینا، د افغانستان امنیت د دغه هېواد او د سیمې له امنیت سره تړلی دی. هغه له نورو سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو وغوښتل د افغانستان د سولې او امنیت تامینولو لهپاره همکاري وکړي.
د اوزبیکستان ولسمشر زیاتوي، د ملکیانو مرګ ژوبلې مخنیوي لهپاره باید اوربند اعلان شي او پرته له کوم خنډه د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه مخ ته یوړل شي.

د ښاغلي ضیایووف په وینا، نړیواله اجماع او د سولې له پروسې ملاتړ باید د دغې غونډې له اساسي موخو واوسي او طالبان له افغان حکومت سره سولې کولو ته مجبوره کړل شي چې دا د افغانستان سولې لهپاره یوازېنۍ ټاکنه ده.
د اوزبیکستان ولسمشر د پاکستان، ایران، قطر او د سیمې د نورو هېوادونو مرسته اړینه وګڼله او ویې ویل، د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان له ملاتړه پرته بله هېڅ لاره نه لري او یوازې له دې لارې ترهګر نابودولی شي.
نوموړي خبرداری ورکړ، د ترهګرو ختمولو په خاطر ټولې لارې چارې ان نظامي لار به هم ونه سپموي.
په دغه غونډه کې ولسمشر غني پر وسلهوالو ډلو د سولې غږ وکړ او په ټینګار یې وویل دا وخت د دوی لهپاره یو ښه فرصت دی.
د غني په وینا، ترهګریزې ډلې جغرافیا نه پېژني او د ټولو لهپاره ګواښ دی له دې کبله اړینه ده د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان ملا وروتړي.
غني وویل په افغانستان کې د جګړې قوانین په پام کې نه نیول کېږي او همدا ده چې زیاتره مېرمنې او ماشومان د جګړې قربانیان دي.
نشست تاشکند برای یکروز در اوزبیکستان برگزار شد که در کنار رییس جمهور غنی، شوکت میرضیایووف، رییس جمهوری اوزبیکستان، نمایندگان 23 کشور دیگر نیز اشتراک کرده و در تلاش راه حل برای پایان جنگ افغانستان و همکاریهای منطقهیی شدند.
د تاشکند غونډه یوه ورځنۍ وه. د ولسمشر غني او د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایووف سربېره د نړۍ د ۲۳ هېوادونو استازو په غونډه کې ګډون کړی و او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو او د افغانستان سولې په برخه کې د سیمهییزو هېوادونو په همکاریو بحث وشو.





