نورالحق علومي د استیضاح له غوڼدې بریالی ووت

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د ناامنیو زیاتېدو او په وزارت کې د ګومارنو په اړه د وضاحت ورکولو په پار ولسي جرګې ته استیضاح شوی و.

نورالحق علومي په هېواد کې د ناامنیو زیاتېدو په اړه وویل، چې د هوايي ځواک، درنو وسلو او تجهیزاتو کموالي پولیس له ستونزو سره مخ کړي دي او دغې تشې وسله والو مخالفینو له پاره زمېنه برابره کړې ده.

نوموړي وویل دوی هڅه کوي، چې د هوايي ځواک او درنو وسلو په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو نه مرستې تر لاسه کړي.

علومي زیاته کړه، چې په سنګرونو کې په ورځو ـ ورځو د پولیسو مړي پاتي وي او تجهزاتي ستونزو زموږ اکمالاتي برخه هم له ستونزو سره مخ کړې ده.

د هغه په خبره همدا اوس د هېواد ۳۴ ولايتونه له ده څخه هره ورځ د درنو وسلو غوښتنې لري، خو دوی له ورکړې عاجزي ښکاره کوي.

د کورنيو چارو وزیر وویل، ده په ګومارنو کې هيڅ راز قومي او ګوندي چلند نه دی کړی او شاوخوا ۴۰ لوړو پوستونو کې مقرریانو شوي او دغو پوستونو کې ټول مجاهدین دي.

ده په دې اړه څه ونه ویل، چې ولې يې يوازې د مجاهدينو له ډلې ګومارلي دي؟

هغه د اوسني امنيتي وضعیت د خرابېدو په اړه زیاته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونو کې دا وړتیا شته، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

نورالحق علومي د هېواد په ناامنيو کې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې هم نه ردوي.

د علومي په خبره داعش په پاکستان کې روزل کيږي او افغانستان ته د جنګ له پاره استول کيږي.

د کورنیو چارو د وزیرد استیضاح په موخه  د ۷۰ وکیلانو لاسلیکونه تیره اونۍ راغونډ شوي وو.

د غونډې په پای کې د نورالحق علومي څرګندونو ته له ۱۵۱ حاضرو غړو له ډلې اکثریتو وکیلانو د اعتماد رایه ورکړه.

د اساسي قانون د ٩٢ مې مادې له مخې ولسي جرګې د ټولو غړو په ۲۰ سلنې سره کولى شي  وزير استيضاح کړي.

د دې مادې له مخې، که د وزير له خوا وړاندې شوى سپيناوى د قناعت وړ نه وي، نو ولسي جرګه د باور رايې پر بېرته اخيستو غور کوي.

 د يادې مادې پر بنسټ، له وزير څخه د باور رايه اخيستل بايد څرګند، مستقيم او پر موجه دليلونو ولاړ وي او دغه رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو د رايو په اکثريت سره صادريږي.

د کورنیو چارو وزیر داسې مهال د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې بریالی وځي، چې په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې د ملي یووالي حکومت د کورنیو چارو وزیر په توګه د علومي شتون سره خوښ نه دي او د بل کس د ګومارنې پلان يې درلود. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام