درې اړخیزه ناسته که د انګلستان له‌خوا پاکستان له سیاسي ګوښه‌توبه د ویستلو هڅې؟

د انګلستان پلازمینه لندن کې د چارشنبې ورځ د افغانستان، پاکستان او انګلستان درې اخیزې غونډې کوربه توب کوي، چې د کابل او اسلام اباد وروستي سیاسي کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي.

یو شمېر پوځي شنونکي باوري دي چې دا غونډه د پاکستان په غوښتنه جوړیږي او انګلستان هڅه کوي دغه هېواد له سیاسي ګوښیوالي (انزوا) راوباسي.

پوځي شنونکی کابل خان تدبیر وايي، په سیمه کې د انګلیسانو او امریکایانو ګټو ترمنځ اختلاف شته  او انګلستان تل هڅه کوي د پاکستان تر څنګ ودریږي.

د تدبیر پروینا، پاکستاني پوځیان د لندن په درې اړخیزې غونډې خبرو اترو او حل لارې ته ریښتیني نه دي.

دغه شنونکی ددې درې اړخیزې غونډې پایلې ګتورې نه بولي او وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دی.

پوځي شنونکی عتیق الله امرخیل  په دې اند دی چې که انګلستان په دې هڅه کوي چې پاکستان له سیاسي انزوا راوباسي دغه درې اړخیزه غونډه به هيڅ ګټه و نه‌لري.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار سره په اړیکه کې په یاده درې اړخیزه غونډه کې د انګلستان رول مثبت بولي او وايي، چې انګلستان د افغانستان یو پياوړی او نږدې ملاتړی دی:" زموږ ډاډ دا دی چې په دې غونډه کې به د پرځای حل لارې په اړه بحث وشي او د انګلستان ملاتړ هم په دې خاطر دی چې ددغو تګلارو عملي کول او وړاندوینې به وشي چې ډير مهم دي."

د افغانستان، پاکستان او انګلستان درې اړخیزه غونډه داسې مهال جوړیږي چې د کابل ـــ اسلام  اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او لاهم مالومه نه ده چې دا غونډه به د دواړو هېوادو ترمنځ کړکیچ کم کړي او که نه؟ خو پاکستاني شنونکي باوري دي چې دا غونډه به بې ګټې نه وي. دوی وایي دواړه هیوادونه ترهګري ګواښوي او ترهګري پولې نه پیژني او نه هم د دروازو تړل په دې برخه کې کومه ګټه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام