.jpg)
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، په دغه کمېسیون کې د فساد په اړه د یوې رسنۍ له لوري خپور شوی خبر د ملي یووالي روحیې او د رسنیو د مسلکي کار خلاف عمل دی.
د ټاکنو کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدېع صیاد وايي، هر نوماند چې پر کمېسیون د فساد سند لري، پهکار ده چې عدلي او قضايي ادارو ته یې وسپاري، څو یې په اړه قانوني اقدام وشي.
د صیاد په وینا، په کمېسیون کې د فساد په اړه د یوه نوماند د ادعا پر بنسټ له توازن پرته د راپور خپرېدل، د یوه رسمي دولتي بنسټ باور ته زیان اړوي چې په وینا یې دا له کمېسیون نه د نوماند غچ اخیستل دي.
په تېرو دوو ورځو کې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د یوه نوماند محمدلایق ملکزاده له قوله پهکې پر کمېسیون تور پورې شوی چې د بریا په بدل کې یې ترې ۵۰۰ زره ډالر غوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له کابله د ولسي جرګې معترضو نوماندانو نن د اعتراض په توګه د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر دروازه وتړله.
د یادو نوماندانو اعتراضونه له تېرو څو ورځو راهیسې روان دي او د کابل د رایو پر باطلولو ټینګار کوي.





