ننګرهار کې د ملي اردو پر موټر د برید له امله ۱۳ سرتېري وژل شوي

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې د ملي اردو پر یو کاسټر ډوله موټر د چاودنې له امله ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې دغه برید نن دوشنبه (اپرېل ۱۱مه) مازدیګر مهال شاوخوا څلور بجې د ننګرهار ولایت د سره رودو ولسوالۍ اړوند د کابل – جلال اباد پر لویه لار د ملي اردو د جلب او جذب پر کاسټر ډوله موټر شوی.

د ننګرهار د امنیت امر سمونوال سید عباس سادات د پېښې په سیمه کې  سلام وطندار  ته وویل، چې د ملي اردو د تازه جذب شویو سرتېرو په موټر کې د ختیځو ولایتونو شاوخوا ۵۰ کسه ناست و.

د ننګرهار ولایت د مرکزي روغتون رییس ډاکټر احسان الله شینواری وايي، روغتون ته د پېښې له ځایه د وژل شویو ۱۳ جسدونه او ۳۸ ټپیان وروړل شوي.

هغه وايي، د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د ویلو ده، چې لا تر اوسه نه ده مالومه، چې چاودېدونکي توکي په زرنج موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو او که ځان مرګی برید و، خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي د پېښې په سیمه کې یو جسد لیدل شوی، چې ممکن ځانمرګی بریدګروي.

له بل لوري د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم ویلي، چې برید د ملي اردو د جلب او جذب پر موټر شوی، خو

د ټپيانو شمېر يې بیا ۲۶ تنه ښودلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې حمله کوونکي له چاودېدونکو موادو بار موټر سایکل له موټر سره ټکر کړی.

وسله والو طالبانو ددغې پېښې مسولیت منلی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه کې یې شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام