ناټو: د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت د یو اړخیز اوربند ملاتړ کوو

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي، طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند اعلان ملاتړي دي.

ینس ستولتنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو غونډې له پیل مخکې په یوې خبري غونډه کې وویل، د افغانستان امنیتي حالت اندېښمنونکی دی، خو دغه سازمان له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ناټو عمومي منشي دغه راز له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره دې اوربندي اعلان کړي. هغه له دې ډلې غواړي چې د خپلو غوښتونو ته د رسېدو له‌پاره دې له سیاسي لارو چارو کار واخلي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن ورځ (پنج شنبې) د روژې میاشتې له ۲۷مې د کوچني اختر تر ۵مې نېټې پورې اوربند اعلان کړ.

ولسمشر غني نن پنچشنبې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت وکړ چې د افغان وسله‌والو طالبانو پر وړاندې خپل ټول یرغلیز عملیات ودروي؛ خو په ورته وخت کې یې وویل چې د القاعده، داعش او نورو نړۍ‌والو ترهګریزو ډلو پر وړاندې دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

په دې اړه لاندې سرلیکونو کې ولولئ

د ناټو عمومي منشي: افغانستان ته ۳زره نور سلاکاران وراستوو

ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند اعلان کړ

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام