
یو شمېر پخوانۍ جهادي څېرې چې د قوماندان عبدالرحمان سیدخیلي د اتم تلین په نمانځغونډه کې راټول شوي وو وايي، د سولې بهیر باید روښانه او د هېواد اساسي ارزښتونه پهکې تعریف شي او پر سر یې معامله و نهشي.
محمدیونس قانوني وايي، افغان سوله باید د څو کسانو ترمنځ د جوړجاړي له مخې و نهشي او د جهاد او مقاومت حوزه باید د هېواد په راتلونکي برخلیک کې رول ولري، خو که داسې و نهشي، دا سوله نه، د جګړې د جغرافیې بدلولو په مانا ده.
په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، طالیانو لا هم د سولې خبرو اترو ته خپل نیت او باور نهدی ښودلی.
محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍوال تروریزم د ختمېدو معنا ونهلري
دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو
خلیلزاد: تلپاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

نوموړی ټینګار کوي چې په هېواد کې د بینالافغاني خبرو اترو او په اړه یې د یوه واحد نظر رامنځته کولو پلوی دی او په ټول توان به د سولې په پروسه کې د معاملو مخه ونیسي.
بلهخوا د ولسي جرګې پخواني غړي محمدداوود کلکانی او میرداد نجرابي بیا د راتلونکیو ګواښوونو او دسیسو په اړه د خلکو پر ویښتیا ټینګار کوي او وايي، ځینې ګواښونه پر لاره دي او که ورته پام و نهکړو، پر برخلیک به مو لوبې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ په دوحه کې د پنځم پړاو خبرې اترې دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېدې. که څه هم یادو خبرو اترو هیلې را ټوکولي، خو ځینې نیوکې هم له ځانه سره لري.





