
د سولې عالي شورا وايي، چې د امتیازاتو د ترلاسه کولو پرته به پاکستان، طالبان د سولې خبرو ته خلاص مټ پرې نه ږدي.
د دې شورا د بهرنيو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار سلام وطندار سره د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د وروستي تاویلی ماویلي په اړه په خبرو کې ویلي دي، چې پاکستان په اسانۍ طالبان له لاسه ورکول نه غواړي.
قاسمیار وویل:" دا مونږ ته د پوهیدو وړ دی دا دوه لسېزې چې پاکستان په طالبانو پانګونه کړې ده دا
پانګونه په اسانۍ او ارزان ډول له لاسه نه ورکوي او په همدې خاطر غواړي چې د سولې په خبرو کې اغیز او ګډون ولري."
تردې وړاندې د پاکستان په ګډون نړیوالې ټولنې هم دا ویلي وو، چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړې شي.
د چارو شنونکي وايي، چې پاکستان ته د طالبانو لاس بندي ددې لامل شوی چې د هغوی خبرې ومني.
د طالبانو د مسایلو شننونکی وحید مژده وايي، چې په ورستيو کې طالبانو د چین، ایران روسیې هیوادونو سره د اړیکو جوړولو هڅه وکړه، خو پاکستان نه غواړي چې طالبان یې له لاسه ووځي.
مژده زیاتوي، چې که دسولې په خبرو کې امریکایان له طالبانو سره مخامخ کېني، نو طالبان له اوسني وضعیت وتلی شي.

خو دده پر وینا، امریکا طالبانو سره خبرې د ځان له پاره شرم بولي له دې امله یې دا چارې پاکستان ته پرېښي دي.
د چارو بل کتونکی نظرمحمد مطمین هم په دې باور دی، چې پاکستان غواړي د سولې په خبرو کې ښکیل وي او له نړیوالې تولنې او له افغانستان څخه امتیاز ترلاسه کړي.
مطمین زیاتوي، پاکستان مدام طالبانو ته ګوته څنډنه او د هغوی له نوم ناوړه استفاده کړې ده.
مطمین وايي، چې پاکستانیانو د طالبانو پر سر بې ځایه معاملې هم کړي دي.
د ده په باور طالبان د سولې خبرو ته حاضر دي خو پاکستان ستونزې جوړول غواړي.
تردې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې افغان چارواکو د تېرو دوه میاشتو په اوږدو کې په قطر کې له طالبانو سره لېده کاته کړي دي.
او وروسته بیا داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې ګواکې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سولې د خبرو په تړاو د سلامشورو له پاره پاکستان ته تللي دي.





