
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر عبدالرحمان هوتکي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یاده کمېټه د کمېسیون د رییسې تر اغېز لاندې د کمېسیون په ودانۍ کې د سکرتریت په توګه کار کړی چې په وینا یې ناقانونه دی.
د هوتکي په وینا، د غوراوي کمېټې د ولسمشر د حکم له مخې د ۸۱ کسانو نوملړ دویمې کمېټې ته لېږلی چې ۱۰ یې پښتانه، ۳ تاجېک، ۳ اوزبېک او پاتې نور ټول په یوه قوم پورې اړه لري.
که څه هم هوتکي د کوم قوم نوم یاد نهکړ، خو اشاره یې هزاره قوم ته وه.
د بشري حقونو کمېسیون دغه کمېشنر وړاندیز وکړ چې یاده کمېټه دې لغوه او پرځای دې د مدني ټولنو ترمنځ د ټاکنو له لارې نوي کسان د کمېټې غړي وټاکل شي او کار دې هم د کمېسیون له ودانۍ بهر وکړي.
په همدې حال کې مدني فعال نجیبالله ازاد هم پر غوراوي کمېټې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې غړي یې د ټاکنو له لارې نهدي ټاکل شوي او باید د غوراوي کمېټه له سره وټاکل شي او د کمېسیون د اوسنیو مسوولانو لاسونه هم ترې لنډ شي.
خو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې غړی بصیر توریالي سلاموطندار سره په خبرو کې که څه هم یاد تورونه رد یا تایید نهکړل، خو زیاته یې کړه چې په ۸۱ کسیز نوملړ کې د بشري حقونو کمېسیون اوسنۍ رییسې سیما ثمر ترڅنګ، د څو نورو کارکوونکیو نومونه هم شته.
نوموړي زیاته کړه، پهدې اړه شته شکایتونه باید وڅېړل شي او حق حقدار ته ورکړل شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو غوراوي لهپاره دوه کمېټې ټاکل شوي چې د لومړۍ کمېټې کار پایته رسېدلی او دویمه هغه به یې چې د سترې محکمې رییس قاضيالقضات یې مشري کوي، د ۸۱ کسانو له ډلې ۲۷ کسان غوره او نوملړ به یې ولسمشر ته واستوي چې ولسمشر به هم له یاد نوملړ څخه د پنځو کلونو لهپاره ۷ کمېشنران وټاکي.





