د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د امریکايي سناتورانو د راتګ لامل شو

درې ورځې وړاندې درېيو امريکايي سناتورانو پاکستان ته سفر وکړل او هلته يې له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ او نورو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې.

تېره ورځ دوشنبه(جولای ۴ مه) دغه سناتوران بیا افغانستان ته راغلل او له ولسمشر او نورو چارواکو سره پر بېلابېلو مسلو وغږېدل.

په دې اړه د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې څو میاشتې وروسته په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کيږي او امریکایان هڅه کوي، چې له هېواد نه بهر کمپاین وکړي.

د دوی پر وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالی د دوی بهرني سیاست ته ښه رنګ نه شي ورکولی، نو له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ډاډ تر لاسه کولو په موخه دغه سناتوران افغانستان ته راغلي.

د چارو څېړونکی جاوید کوهستاني وايي، چې څه موده وروسته به په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي  او امریکایان غواړي، چې د افغانستان، پاکستان او د سیمې وضعیت په خپل کنټرول کې ولري، نو په همدې اړه د دغو دوو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکې اړينې دي.

د هغه پر وینا، افغانستان ته د حل لارې لټول، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو کمول او د سرحدونو کنټرول د دغو سناتورانو د سفر یوه برخه جوړوي.

هغه وايي، چې په نړېوالو افکارو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مسله ګرمه ده او دوی غواړي په دغه برخه کې ښه انځور وړاندې کړي.

دغه راز د چارو شنونکی محمد یونس فکور هم په دې باور دی، پاکستان له امریکا سره د ترهګرې پر ضد د مبارزې په برخه کې، چې کومې ژمنې کړې وې تر اوسه يې عملي کړي نه دي.

همدارنګه د هغه پر وینا، د دې ترڅنګ په سیمه کې امنیتي وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا دا ټول د دې لامل شول، چې امریکايي سناتوران کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړي، ترڅو دغه مسله له نږدې وڅېړي.

د چارو څیړونکی محمد اسحق اتمر وايي، چې تورخم د مسلې په اړه پاکستان ډېر شوم پلان درلود.

هغه وايي، د پاکستان پوځ غوښته دا جګړه اوږده کړي او د داعش او طالبانو ترڅنګ دلته یوه بله جګړه هم توده وساتي او دا کار امریکایانو ته د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستانیان د امریکایانو په غوښتنه د تورخم جګړه درولې.

تېره ورځ د جمهوري غوښتونکو سناتورجان مکن په مشرۍ د امریکايي سناتورانو درې کسیز پلاوي په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال یوځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې امریکا به د افغان دولت  ترڅنګ ولاړه وي او واشنګټن باید د حقاني شبکې له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام