
وروسته له هغې چې طالبانو وویل، پر افغان ځواکونو یې بریدونه له سره پیل کړي، افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه وساتي.
افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګت په ټوېټرپاڼه کې د مېلر له قوله لیکلي چې دوی خپلو ژمنو کې جدي دي او له طالبانو غواړي چې د خپلو ژمنو په اړه جدي عمل وکړي.
خو طالبان وايي، د تاوتریخوالي کمولو او پر افغان ځواکونو د برید نه کولو په تړاو هېڅ هوکړه نشته.
په ورته وخت کې کابل کې د ملګروملتونو سازمان سیاسي استازولۍ يا یوناما یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره د مناسبې فضا خوندیوب او پیاوړتیا لپاره دې د تاوتریخوالي کمول دوام وکړي، ترڅو د دغو خبرو له لارې دایمي اوربند ټینګ او د افغانستان جګړې لپاره سیاسي حل لاره پیدا شي.
د تاوتریخوالي کمولو له اوونۍ وروسته د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د جګړې اعلان، د خلکو له جدي نیوکو سره هم مخ شوی دی.
زیاترو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه نامشروع بللې او ویلي يې دي، طالب وسلهوال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې دوام لپاره هېڅ پلمه نه لري.
همداراز د امریکا دفاع وزیر مایک سپر په پنټاګون کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو سپارښتنه صادره کړې ده.
نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې وړاندې لاړ شي.





