.jpg)
کابل کې د افغانستان ازادۍ، عدالت او سولې نهضت د خپل موجودیت د اعلان په موخه غونډه وکړه او پهدې غونډه کې هم د نورو سیاسي غونډو په شان د حکومت پر کړنو سختې نیوکې وشوې.
د افغانستان نوې جبهې مشر انورالحق احدي د دې غونډې په مراسمو کې وویل چې حکومت د نظام بدلون په لټه کې دی او د یو تقنیني فرمان په صادرولو سره د ټاکنو، غوراویو، او نویو تشکیلاتو په برخو کې د اساسي قانون یوه برخه ردوي.
ښاغلی احدي د ملي یوالي حکومت خپل سره بولي او زیاتوي چې دا حکومت له مشروطه حکومته هم خراب دی.
د ښاغلي احدي په وینا، حکومت ټاکنې داسې پلان کړي چې د راتکونکي ښه ولسمشر ټاکل ستونزمن کار نهدی.
د افغانستان نوین جبهې مشر زیاتوي چې دولت په ځانګړي توګه حکومت له دولتي امتیازاتو نامشروع استفاده کوي.
د ده په خبره، ولسمشر چې خوست او نورو ولایتونو کې د پروژو پرانيستل نهشته، بلکې دا راتلونکیو ټاکنو ته یو ډول کمپاین دی او دا کمپاین له دولتي امکاناتو په ګټې اخېستلو کیږي.
ښاغلی احدي له ګوندونو او سیاسي ډلو غواړي چې یو موټي شي او له دولتي امکاناتو د ناوړه ګټې اخیستلو مخه ونیسي.
په همدې حال کې د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، د ملي یوالي حکومت داسې وخت کې د ټاکنو ترسره کولو خبرې کوي چې د افغانستان ۵۰ سلنه خاوره د دولت وسلهوالو مخالفینو په کنټرول کې ده.
ښاغلی سپنتا زیاتوي، اوسني نظام کې چې مشران یې په سیستماتیک او احساسي ډول د افغان ښاریانو تېرايستلو په موخه دروغ وايي، د عادلانه ټاکنو کول ناممکنه دي.
د ملي امنیت پخوانی سلاکار زیاتوي، تروریستي ډلې له بل هر وخت زیاتې پیاوړې شوي او د هېواد ځېنو سیمو کې د خلکو منځ کې غښتلي پایې لري او افغان دولت او ملاتړو یې د دې تروریستي ډلې ملاتړو ته ماته ورنهشوه کړی.
ښاغلی سپنتا همدارنګه ټینګارکوي چې تروریستي ډلو ته امتیاز ورکول او د هېواد له اساسي قانون نه تېرېدنه، سوله نه بلکې، دغو ډلو ته تسلیمېدل دي.
هڅه مو وکړه، د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو؛ خو له ډېرو هڅو سره ـ سره ونه توانیدو.





