قطر؛ د سولې خبرو اترو کې لا چټک پرمختګ ته اړتیا ده

د افغان سولې له‌پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو شپږم پړاو د پرمختګ وړ بولي خو زیاتوي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په پار د یو چوکاټ د جوړولو په تړاو هڅې سستې وې.

د خبرو اترو دا پړاو هم په قطر کې پیل شوی چې ۳ ورځې یې دوام وکړ او پرون پای ته ورسېد.

ده له دې وروستي پړاو خبرو اترو وروسته په خپل ټویټر لیکلي چې د طرحې پر عملي جزیاتو به کار وشي.

په ورته وخت کې طالبانو د خبرو اترو وروستی پړاو مثبت بللی او په دې خبرو کې یې د پرمختګ خبر ورکړی‌دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټويټر لیکلي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظرونه په پوره حوصلې سره واورېدل.

د دواړو خواوو ترمنځ د تېرو خبرو په شان د دې غونډې نور جزیات هم نه‌دي رسنیز شوي؛ خو ښاغلي شاهین ویلي چې په‌دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړې شوې مسودې له بحث وروسته په ځېنو برخو کې پرمختګ وشو؛ خو ځېنې پاتې دي.

شاهین وايي، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو له‌پاره به تیاري نیسي.

خو د افغان سولې له‌پاره د امريکا سفير د خبرو اترو چټکتيا کافي نه بولي او د دغه بهير د لا گړنديتوب غږ کوي.

د افغان سولې له‌پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تل په څېر یو ځل بیا د پر ټولو غاړیو د تاوتریخوالي په کمولو غږ کړی.

ورته مطالب:

په قطر کې څه روان دي؟

خلیل‌زاد: طالبان دې وسله پر ځمکه کېږدي

قطر کی د طالبانو او امریکایی پلاوي ترمنځ خبرې بیا پیل شوې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام