
په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله وايي چې دی او ورسره پلاوی قطر ته دې لپاره راغلي چې افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.
عبدالله ټينګار کوي چې افغانستان د بشردوستانه اوربند د اعلان غوښتونکی دی.
نوموړی زياتوي چې سوله به ميليونونو افغان کډوالو ته د بېرته راګرځېدو لار هواره کړي.

ملاعبدالغني برادر وايي، دوی غواړي چې افغانستان يو خپلواک، پرمختللی او يو اسلامي نظام ولري چې ټول هېوادوال پهکې ځان وويني او د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي، دوحه کې د نن ورځې ناسته افغانانو ته يو تاريخي فرصت دی.
پامپيو د افغانستان د راتلونکي سياسي نظام په اړه وايي: « تاسو خپله (دولت او طالبان) پرېکړه وکړئ او د راتلونکي سيسټم ټاکنه ستاسو په لاس کې ده.»
نوموړي په دې ناسته کې ټاکنې د قدرت د لېږد تر ټولو غوره لار وبلله.
پامپيو زياته کړه، د افغانستان راتلونکی څپرکی به دولت او طالبان ليکي او وايي چې دواړه داسې پرېکړې وکړئ چې له فساد او تاوتريخوالي لرې وساتل شئ.
نوموړي همداراز وويل، د دولت او طالبانو پرېکړه به د نړيوالو مرسته کچه وټاکي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له دواړو لوريو غواړي چې له دې فرصت نه ګټه واخلي او يو بل ته درناوي وکړي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې هېواد يې چمتو دی د بينالافغاني خبرو کوربه وي او هر ډول شرايطو ورته برابر کړي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه بينالافغاني خبرې د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره مهمې وګڼلې.

د چين د بهرنیو چارو وزير د سولې په اړه د بينالافغاني خبرو لومړۍ ناسته کې وويل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل بايد په منظمه توګه وي. نوموړی زياتوي چې چين د ژر تر ژره د اختلافاتو د حل غوښتونکی دی.

ينس سټولټنبرګ: افغانستان اوس ترهګرو لپاره امن ځای نه دی
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، افغانستان کې قربانۍ بېځايه نه وې او اوس مهال افغانستان ترهګرو لپاره امن ځای نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، پاکستان د افغان سولې لپاره د هرې ممکنه لارې هڅه کړې.
نوموړي زياته کړه چې افغانان باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي چې د خپل هېواد سیاسي ټیکاو لپاره سره یو شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمانیام جایشانکار وايي، هند او افغانستان د یوې پېړۍ اړیکي او د تمدن مشترکات لري. نوموړي زياته کړه، اجازه دې نه ورکول کېږي چې افغانستان کې تاوتريخوالی دوام وکړي.
جایشانکار ټينګار کوي چې د سولې هر ډول بهير بايد د افغانانو په رهبرۍ، مالکيت او اړوند وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، د سولې بهير ټول هيلهمن کړي او د سولې په راتلو به زرګونو افغان کډوالو ته د بېرته راګرځېدو لار هواره شي.
نوموړی زياتوي، افغانستان کې سولې ته لار هواره شوې او وايي چې خپله افغانان بايد د خبرو منځپانګه وټاکي.

د سولې خبرو کې د طالب پلاوي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزی: د سولې خبرو کې د بحث مطرح موضوع اوربند دی.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: ياد سازمان د افغان سولې ملاتړی دی.
د ياد سازمان رييس یوسف العثیمین وايي، ياد سازمان د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ستونزو حل لپاره خبرې اترې وکړي.





