عبدالحکیم مجاهد له دندې ګوښه شو

د سولي عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد چې تېره پنجشنبه یې په یوه غونډه کې طالبان د سولې فرښتې بللي وو او ډاکټر نجیب الله، برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود ته یې توهین کړی و؛ له دندې ګوښه شو.

د اجرایوي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي سلام وطندار ته وویل، چې ښاغلی مجاهد وروسته له دې د سولې عالي شورا د یو غړي په توګه دنده نه شي اجرا کولی.

عبدالحکیم مجاهد په یوه غونډه کې طالبانو ته د فرښتو خطاب کړی و او هغوی یې یوه سپېڅلې ډله بللې وه. هغه د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله ته د خاین، احمدشاه مسعود ته د بغاوتګر او د سولې شهید برهان الدین رباني ته د افغانستان د ګډوډوونکي خطاب کړی و.

د مجاهد له دې خبرو سره هم مهاله د بېلابېلو سیاسي ډلو له خوا غبرګونونه راپورته شول.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې دوی د افغانانو قاتلانو ته د سولې د فرښتو لقب ورکوونکیو سره سخت مخالف دي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو، چې هېچاته به اجازه ورنه ‌کړي، چې د بیان له ازادۍ ناوړه ګټې اخیستنې سره د خلکو او په ځانګړي توګه د ماشومانو او مېرمنو قاتلان او هغه کسان چې مقدس ځایونه او عامه شتمني له منځه وړي؛ د سولې د فرښتو خطاب وکړي.

عبدالحکیم مجاهد په خپله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام