کارپوهان: حکومت دې د افغانستان په اړه د مسکو اندیښنې جدي ونیسي

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې روسيې ته د امنیتي ګواښونو پېښېدو په صورت کې باید په تاجکستان کې د مسکو له نظامي اډې کار واخیستل شي.

د فیدراتیفې روسیې ولسمشر د دوشنبې په ورځ د منځنۍ اسیا یوشمیرهیوادونو ته د سفر په لړ کې د تاجکستان له ولسمشر سره د لېدنې پر مهال په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د شتون او د هغوی له‌خوا د منځنۍ اسیا هیوادونو او روسیې ته د احتمالي خطرونو د دفع کولو له پار باید د اړتیا په وخت کې په تاجکستان کې د روسانو د پوځې اډې څخه کار واخیستل شي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې د روسیې اندیښنې د افغانستان په اړه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي او باید دا اندیښنې جدي ونېول شي.

د چارو څېړونکي ډاکتربصیر رنجبرواېي، چې افغانستان له پخوا نه د روسیې په ستراتیژیکو اهدافو کې ځای لري او نه غواړي، چې د منځنۍ اسیا هیوادونه د دوی د نفوذ له ساحې لرې شي.

د رنجبر پر وینا، بل‌خوا د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې هم ترهګریزې ډلې ډیرې دي او په افغانستان کې هم د روسیې پخواني سیال هیوادونه شته؛ نو ځکه له اوسني وضعیت هغوی ډير اندېښمن دي.

د نوموړي پر وینا، که دې اندېښنو ته قناعت بخښونکی ځواب ورنه کړل شي، نو دا به د افغانستان په زیان وي.

هغه وویل، چې که افغانان لکه هند، روسیې یا ایران غوندې هیوادونه د افغانستان اړوند پروسو څخه وباسي دا سمه نتیجه نه ورکوي، ځکه پر خبره يې له یوې خوا دا د سیمې هیوادونو د ستونزو په حل کې لوی تاثیرلري او بل خوا دوی ته اطمینان پیدا کېږي چې افغان‌حکومت خپل جنجالونه ددوی په زیان نه فیصله کو.

دغه راز د چارو بل څېړونکی یونس فکور وایي، چې د روسیې سیال هیوادونه په افغانسنان کې پوځې حضور لري او دلته ترهګرې ډلې هم ډیرې دي، چې دې دواړو د روسیې اندیښنې را پیدا کړي دي .

د فکور پر وینا، افغان دولت باید هغوهیوادونو ته چې په افغانستان کې ښکیل دي داسې قناعت ورکړي، چې نباید د افغانستان له خاورې ګاونډیو هیوادونو ته خطر پیدا شې.

تردې وړاندې روسي چارواکو په وار وار سره بېلابیلې څرګندونې کړي دي.

کله یې ویلي، چې له طالبانو ملاتړ کوي، او کله هم له افغان دولت سره د همکاریو او مرستو د ژمنو ترڅنګ د سولی د بهیرد پیاوړتیا په اړه هم ټټروهي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي دي، چې ګواکې روسانو په کندوز کې طالبانو ته د پوځي روزنې مرکز جوړکړی او یا هم دا، چې طالبانو ته وسلې ورکوي.

دا ټول هغه څه دي، چې د چارو د کتونکو په باور، روسان په افغان چارواکو باور نه لري او دوی ته د افغانستان په اړه په سترو ناستو کې د ګډون برخه نه ورکول کېږي او روسان یې د افغان حکومت پر وړاندې بې باوره کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام