طالبان صالح او دانش ته: پر «اسلامي نظام» نه پوهېږئ

د طالب ډلې ویاند د ولسمشر د مرستیالانو د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

ذبېح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان دولت مرستیالان له تېرو درې ورځو راهیسې د سولې پروسې او اسلامي امارت پر وړاندې خپلې عقدې سړوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون د سولې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال طالبان «بغاوت‌ګران» وبلل.

هغه وویل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، زرګونه نجونې د هغوی له خوښې پرته د طالبانو قوماندانانو او نږدې کسانو په نکاح کړې دي.

هغه وویل چې طالب ډله له خپلې واکمنۍ راهیسې د عشر او ذکات په نوم له خلکو باج اخلي.

نوموړي طالبان هغه ډله وبلله چې د نړیوالو پر وړاندې یې د افغانستان «عزت او غرور» کم کړی دی.

د طالب ډلې ویاند د امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې اسلامي نظام خپل تعریف لري او د حکومت مرستیالان یې له درک نه عاجز دي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم دوه ورځې وړاندې د محمدزیو او سدوزیو دوه دورې د طالبانو له اسلامي امارت سره پرتله کړې او زیاته یې کړه چې یادې دورې د روح او محتوا له اړخه سره توپیر نه لري.

د طالب ډلې ویاند په خبرپاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال، د شرعي مکلفیت له مخې، اسلامي حکمونه پلي کېدل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي، که څوک د دې ډلې د اسلامي نظام پر وړاندې ودرېږي، «خوار او ذلیل» به شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام