
د دایکندي ولایتي شورا غړې شیما محمدي له سلام وطندار سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د ولایتي شورا مرستیال سبحان نایبې له لوري ډبول شوې او سپکې سپورې یې ورته ویلي دي.
مېرمن محمدي وايي، چې له ډېر مودې راهیسې د سیمه ییز حکومت له پروګرامونو د ملاتړ کولو له امله د ولایتي شورا مرستیال له لوري د لفظي تاوتریخوالي سره مخ شوې او بلاخره دا ځل د فزیکي تاوتریخوالي لامل شو.
نوموړې وايي، له هغه وخته چې معصومه مرادي د دایکندي والڼۍ په توګه ورمعرفي شوې وه، د ولایتي شورا غړي په څو ډلو ووېشل شول، چې ځینې یې د سیمه ییز حکومت ملاتړي او ځینې نور یې مخالف شول.
د دایکندي د ولایتي شورا مرستیال د شیما محمدي ادعا بې بنسټه بولي او دا کار د ځان په اړه یوه دسیسه ګڼي.

نایبي وايي، چې په ولایتي شورا کې په بېلابېلو موضوعاتو لفظي مشاجره معمول دی، خو د شیما محمدي وهل، ډبلول حقیقت نه ګني.
د ولایتي شورا مرستیال د شیما محمدي د ادعا په اړه وویل، چې دا د سیمه ییز حکومت له خوا جوړه شوې یوه دسیسه ده.
دی وايي، ولایتي اداره هڅه کوي خلک ووېشي او خپل ناکاره پروګرامونه پټ کړي.
وموغوښتل، په دې اړه د ولایت مقام نظر هم واخلو، خو له خبرو کولو یې ډډه وکړه.
له بل لوري د ولایتي شورا رییس غیرت علی جواهری د شورا د مرستیا له خوا د شیما محمدي وهل ردوي او وايي، چې د ولایتي شورا په غونډو کې لفظي مشاجرې یو معمول دی.





