«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»

د افغان سولې په اړه په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازیو له شپږورځنیو خبرو اترو وروسته، ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۵مه او ۶مه په مسکو کې د «بین‌الافغاني ډیالوګ» په نوم د سولې غونډه جوړه شي.

د راپورونو له مخې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت‌خلیل کرزی، د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور، پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف، محمد محقق او د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی به په یادې غونډې کې ګډون وکړي.

خو یو شمېر پخواني طالب چارواکي او سیاسي شنونکي وايي، روسیه د دا ډول غونډو په جوړولو سره په افغان سولې پروسه کې خپلې ګټې لټوي.  

پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا سلام‌وطندار ته وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو خبر د سیمې هېوادونو لاسوهنې ته زمینه برابره کړې او هڅه کوي چې د افغانستان له نیمڅي خپله ونډه واخلي.

د مسکو د سولې غونډه د طالب‌استازیو په ګډون پیل شوه

د سولې عالي شورا استازي د مسکو غونډه کې ګډون کوي

کارپوهان: حکومت دې د افغانستان په اړه د مسکو اندیښنې جدي ونیسي

ولسي جرګې د مسکو درې اړخیزې غونډې په اړه یو ځل بیا غبرګون وښود

د اکبراغا په وینا د مسکو غونډه به د افغانستان په ټیکاو کې اغیزمن رول و نه لوبوي.

نوموړی زیاتوي، د مسکو په غونډه کې به د لنډمهالې ادارې جوړولو او ځینو سیاستوالو ته په‌کې د ونډې ورکولو په اړه خبرې وشي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر باوري دی چې د افغان سولې په اړه د امریکا ترڅنګ، له طالبانو سره د روسیې دا ډول بېل او ځانګړي اقدامات به ناوړه پایلې ولري او که د دواړو لوریو ترمنځ دا تقابل همداسې دوام وکړي، په افغانستان او سیمه کې به د نویو نښتو رامنځته کولو لامل شي.

خو په کابل کې د روسیې سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده غونډه په مسکو کې د افغانانو له لوري جوړېږي او روسیه په‌کې یوازې د اسانچاري رول لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام