د فېسبوک محدودول؛ دولت څه غواړي؟

څه موده مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي او د ولسمشر سلاکار همایون قیومي امریکا ته د افغان دولت د غوښتنو د شریکولو له‌پاره د فېسبوک مرکزي ادارې ته ورغلي وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند سلام وطندار ته وايي، د دې لیدلو موخه د «افغانستان فرهنګ او قوانین» په رڼا کې د فېسبوک کارول او په هغه کې د ښځینه‌وو د مصونیت موضوع وه.

ښاغلی ځلاند زیاتوي، افغان چارواکیو د فېسبوک له ادارې غوښتي چې د فېسبوکي صفحو کنټرول د دوی په واک کې ورکړي او د «فېسبوک کچ‌سرور» ته لاسرسی د دولت له‌پاره ازاد پرېږدي. facbook cache servers  یو ډول کوډ‌بندۍ ته وايي چې په هغه کې د کاروونکیو معلومات نه ثبتېږي او په‌دې اساس له‌دې معلوماتو استفاده نه‌شي کولی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د ویاند په وینا، دولت له فېسبوک ادارې سره د هوکړه‌لیک په لاسلیکولو سره د بیان ازادۍ د محدودولو په هڅه کې نه‌دی؛ خو دولت د دیني‌ْضد، غیرفرهنګي او ملي ارزښتونو د کنټرول له‌پاره په مستیقمه توګه د فېسبوک مدیریت ته اړ دی.

د خواله رسنیو په ډله کې فېسبوک هغه رسنۍ ده چې د ډېرو جدي او ملي مسایلو د بحث تر څنګ دولت ته د هغه د کمزورۍ ټکي ورښيي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام