له ارګ سره د عبدالله پر ځای عطامحمد نور چنې وهي

په وروستیو کې د جمعیت اجرایوي رییس عطامحمد نور او د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ کشمکشونه زیات شوي دي.

یوې معتبرې سرچینې سلام وطندار ته د عبدالله او د جمعیت د اجرایوي رییس تر منځ له ځېنو مهمو مسایلو پرده پورته کړه.

د دې سرچینې په خبره، له ډېر وخت راهیسې ډاکټر عبدالله له ارګ سره له چنو وهلو څنګ ته شوی او پر ځای یې عطامحمد نور له ارګ سره مذاکراتو ته رامخکې شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د جمعیت ګوند په دې پوی شوی دی، چې ډاکټر عبدلله عبدالله د ارګ سره د چنو وهلو توان نه لري.

سرچینه زیاتوي، اوسمهال له ارګ سره د مذاکراتو پر مخ بیولو له پاره عطامحمد نور په کابل کې دی او روانې خبرې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.

سرچینه همدارانګه ټینګار کوي، چې د قوي احتمال له مخې به خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي او وروسته به د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ یوه هوکړه لیک لاسلیک شي.

د سرچینې له قوله، په دې هوکړه لیک کې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک د تعهداتو ځېنې برخې، په ملي او نړیوالو مسایلو کې د جمعیت ګوند ګډون، په بېلابېلو برخو کې د سمون راوستل او په شفاف ډول به له دواړو خواوو په حکومتي څوکیو د اشخاصو ګومارل شامل دي.

سرچینه د یوې رسنۍ خپور شوي راپور ته په اشارې سره چې د بلخ سرپرست والي په دولتي بستونو کې د ځېنو کسانو ګومارل ارګ ته وړاندیز کړي؛ وايي، چې د ارګ او عطامحمد تر منځ د وړاندیز شوې کڅوړې یوه برخه ده.

عطامحمد یوازې د عبدالله پر ځای له ارګ سره خبرې مخ ته وړي. د سرچینې په خبره نوموړی اوس هم د اجرایوي ریاست د پایښت پلوی دی؛ خو یوازې غواړي، چې د واک د وېش سرچینه بدله شي.

د سرچینې پر وینا، هغه امتیازات چې ارګ عطامحمد نور ته په پام کې نیولي؛ په مقابل کې یې د جمعیت ګوند له حکومته ملاتړ کوي؛ په ملي او نړیوالو مسایلو کې به د ارګ تر څنګ ودرېږي.

سرچینې په باور، په روانو مذاکراتو کې پر جمعیت ګوند سربېره، د تاجکو، پښتنو، هزاره‌وو او اوزبکو قومونو یو شمېر مشران چې له واک لرې پاتې شوي؛ د عطامحمد نور ملاتړي دي.

سرچینې همداراز زیاته کړه، له ارګ سره د خبرو پر مخ وړلو کې د دې له پاره عطامحمد نور وټاکل شو، چې اجرایوي ریاست د جمعیت ګونډ هیلې پوره نه شوې کړی او له ارګ نه د حق په اخیستلو کې ناتوانه و.

په ورته وخت کې یوې بلې باوري سرچینې د نوم نه افشا کولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په یوې صمیمي غونډه کې ډاکټر عبدالله له عطامحمد نور څخه وغوښتل، چې د ارګ مذاکرات پرېږدي او اجازه ورکړي، چې اجرایوي ریاست دغه کار مخته یوسي.

د دې سرچینې په خبره، په دې غونډه کې عطامحمد د عبدالله په ځواب کې وویل، چې اجرایوي ریاست د قدرت د نیمايي برخه په عنوان د حق په غوښتلو کې ناکام شوی او اوسمهال دی ډګر ته راغلی، چې دغه حساب تصفیه کړي.

د دې سرچینې په نظر، د ډاکټر عبدالله نږدې کسانو هم د جمعیت ګوند د اجرایوي رییس د دریځ ملاتړي دي.

په ورته وخت کې اجرایوي ریاست دغه خبرې ردوي.

د اجرایوي ریاست ویاند عبدالرحمان رحیمي سلام وطندار ته وویل، ښايي، چې عطامحمد نور د بلخ سرپرت والي او د جمعیت ګوند د اجرایوي رییس په توګه له ارګ او ځېنو لوړپوړیو چارواکیو سره خبرې اتر کړې وي، خو له ارګ سره د چنو وهلو په موقف کې د حکومت د اجرایوي رییس ځای ناستی نه دی.

رحیمي زیاتوي، عطامحمد نور د اجرایوي ریاست یو له پلویانو دی او له حکومت سره د خبرو اترو په برخه کې د اجرایوي ریاست د ټیم له مهمو کسانو ګڼل کېږي.

له ارګ سره د چنو وهلو جنجال د ملي یووالي حکومت له پيله شروع شوی دی. او وخت ناوخت د قدرت د وېش پر سر جنجالونه راپورته شوي دي.

څه موده مخکې هم د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ادعا کړې وه، چې غني په مسایلو کې یو اړخیز قضاوت کوي او یوازې یو "ځانګړی قوم" ورته مطرح دی، چې له ادعا څو ورځې وروسته دوستم خپله خبره واخیسته او راپورته شوی جنجال حل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام