عدالله: د طالبانو ټولې هڅې د امتیازاخېستلو له‌پاره دي

د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډې کې وویل، له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د سولې له ټینګښت سره مرسته کوي، خو د ده په وینا، دې حرکتونو کې باید د افغانانو ځای، د هغوی سرښندنې، لاسته‌راوړنې، امنیتي او دفاعي ځوکونه او اساسي قانون خوندي وي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي، سولې ته د رسېدو له‌پاره ملي یوالي ته اړتیا ده او باید دې برخې کې سیمه‌ییزه او نړۍواله همغږي رامنځته شي.

د اجرایوي رییس په وینا، هره هغه ډله که طالب وي، داعش یا القاعده ـ چې د نظام پر وړاندې جنګېږي ـ د افغانانو او د افغان نظام دوښمنان دي.

ورته مطالب:

خلیلزاد: د امریکا له‌پاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل

دانش: افغانستان باید د موقت او انتقالي حکومت لابراتوار نه وي

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغی

هغه همدارنګه وویل، سره له‌دې چې د سولې هڅې پیل شوي؛ خو طالبان د سولې په اړه واقعي خبرو ته نه‌دي حاضر او د سولې له‌پاره قربانۍ د خلکو د ارمانونو د قرباني کولو په معنا نه‌دي.

له‌دې مخکې د سیاسي چارو یو شمېر کتونکیو هم ویلی وو چی طالبان د سولې په پلمه د امتیازاتو او خپلو ګټو ترلاسه کولو په لټه کې دي او له افغان دولت سره خبرو ته نه‌دي چمو.

دا څرګندونې داسې مهال رسنیزې کېږي چې تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني ویلي وو چې افغان حکومت چمتو دی کابل، ننګرهار یا کندهار کې طالبانو ته رسمي دفتر ورکړي او امنیت یې هم خوندي کړي.

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه ډله غواړي افغان دولت قطر کې د دوی دفتر په رسمیت وپیژني.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام