
د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په خپلې تازه خپرې کړې ویډیو کې ولسمشر او اجرایوي رییس د واک پر انحصار تورن کړي او ویلي یې دي، چې دوی د هغو رهبرانو حقوق په نظر کې نه دي نیولي، چې د ملي یووالي حکومت په جوړښت کې یې مهمه ونډه اخیستې ده.
دوستم زیاته کړې، د ملي یووالي حکومت له لومړۍ ورځې نه د پنځوس ـ پنځوس وېشنې او پر ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو باندې مخالفتونه روان وو.
د دوستم پر وینا، که عبدالله عبدالله ولسمشر شوی وی؛ حاضر و، چې د یو اپوزیسیون په حیث یې فعالیت پیل کړی وی او د عبدالله حکومت یې قبول کړی وی.
د ولسمشر لومړي مرستیال په دې ویډیو کې د ولسمشر غني او عبدالله دوه کلن حکومت نه په شدت سره نارضایتي ښکاره کړې ده.

ده د ملي اردو او پولیسو د سیاسي کېدو خبره هم کړې ده او ویلي یې دي، چې د یوې ولسوالۍ د قوماندان له لرې کېدا سره د خلکو غږونه راپورته کېږي او په سیاسي جوړجاړیو بېرته مقرر شي.
دوستم له حکومتي مسوولانو غوښتي دي، چې د قدرت د وېش پر ځای دې د افغانانو د ځان او مال په فکر کې شي. ده همداراز زیاته کړې ده، چې غنې او عبدالله تورې پیسې هم په خپلو منځو کې ۵۰ ـ ۵۰ سره وېشي.
د ولسمشر لومړي مرستیال پر ولسمشر غني تور پورې کړ، چې په بهرنیو مرستو باندې هېواد نه اداره کېږي. د دوستم اشاره ظاهراً دې ته ده، چې غني د بهرنیو سفرونو پر وخت په خپل ځای څوک نه ټاکي.
جنرال دوستم همدارنګه تایید کړه، چې ای اېس ای په چټکۍ سره په افغانستان کې نفوذ کوي او حتا د افغانستان ځېنې سیمې د دې استخباراتي دستګاه له خوا اداره کېږي.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال د فاریاب په دولت اباد کې له پوځي عملیاتو وروسته دا پيغام په داسې حال کې خپرېږي، چې له دې مخکې یې هم څو ـ څو ځلې پر ملي یووالي حکومت نیوکې کړې وې.





