د غني او د عبدالله د لوړو د مراسمو پای

محمداشرف غني او عبدالله عبدالله نن دوشنبه د حوت مياشتې په نولسمه نېټه وروسته له غرمې په بېلابېلو مراسمو کې د لوړو مراسم پرځای کړل.

نوموړي نن وروسته له غرمې په ارګ کې په ځانګړو مراسمو کې د يو شمېر کورنيو حکومتي چارواکيو، په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست، د کاناډا، د اروپايي اتحاديې، د ډنمارک، اسټراليا، ناورې او د المان سفيران هم ګډون درلود د لوړې مراسم پرځای کړل.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد، په کابل کې د امريکا سفير او افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر، افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس‌کي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي یا یوناما ځانګړی استازی تداميچي ياماموتو هم د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون درلود.

د محمد اشرف غني د لوړې مراسم د هېواد د سترې محکمې د مشر او قاضي‌القضات سيد يوسف حليم له لوري ترسره شول.

محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو له پر ځای کولو وروسته يې دواړو مرستيالانو امرالله صالح او محمد سرور دانش هم د تحلیف مراسم پرځای کړل.

اشرف غني او د هغه د مرستيالانو د لوړې د پرځای کولو نوموړي په خپل لومړي فرمان کې محمد يوسف غضنفر په اقتصادي چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.

په دې فرمان کې د غضنفر تشريفاتي رسمي ځای او حقوق له دواړو مرستيالانو سره برابر دي. غضنفر هم په دې مراسمو کې د لوړې مراسم پرځای کړل.

د محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه په لومړنۍ وينا کې وويل چې د داعش او طالبانو ترمنځ د نه لیدو وړ اړیکې موجودې دي.

نوموړي د عبدالعلي مزاري د تلین پر نمانځنه د وسله‌وال بريد په اړه وويل چې د طالبانو او داعش ترمنځ د نه ليدو وړ؛ خو اساسي اړيکې موجودې دي.

ولسمشر غني وویل، که طالبانو سره سوله د داعش ډله ختمه نه کړي نو بیا باید غور وشي چې دا سوله څه ګټه لري.

نوموړی زياتوي چې د بين‌الافغاني خبرو لپاره پلاوی سباته وروستی کېږي او دا پلاوی له ډېرو مشورو او له بېلابېلو ډلو سره تر خبرو وروسته غوره شوی دی.

محمداشرف غني وايي،  سبا سه شنبه به د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه فرمان صادر کړي او زياتوي، د طالب بندیانو خوشي کېدل د افغانانو امنیت سره تړلي دي او باید دا تضمین وي چې د دې کار په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د دغې ډلې ۵ زره زندانیان به د افغان حکومت له بنده خوشې شي چې ورسره به افغان دولت سره د سولې خبرې پيلېږي.

اشرف غني همداراز وايي:« زموږ حکومت به د ټولو حکومت وي او له جمهوريت نه به دفاع کوو.»

نوموړي د لوړې له مراسمو وروسته وویل، اوسنۍ کابینه به تر دوه اوونیو پر ځای وي او خپل کار ته به دوام ورکوي.

د محمد اشرف غني د خبرو پر مهال د ډزو غږونه هم واورېدل شول؛ خو وينا پرې نه شوه. د ولسمشر وياند صدیق صديقي پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل چې د هوايي ډزو په پايله کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

په ارګ کې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو له پرځای کولو سره هم مهاله عبدالله عبدالله هم د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پرځای کړل.

د عبدالله د لوړې مراسم د يوه ديني عالم له لوري پرځای شول.

د نوموړي د لوړې د مراسمو له پرځای کېدو وروسته دواړو مرستيالانو يې عنایت‌الله بابر فرهمند و اسدالله سعادتي هم د تحليف مراسم ترسره کړل.

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وويل چې له تقلبه راوتلی حکومت نه مني او زياتوي که چېرې په ۲۰۱۴ کال کې يې د ملي يووالي حکومت نه وای منلی، بحران رامنځته کېده.

نوموړي وويل: «غواړم د خلکو له غوښتنې سره سم حکومت جوړ کړم، د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره له ځوانو او متخصصو کسانو کار واخلم، حکومت مې ولس ته ژمن دی.»

عبدالله زياته کړه چې د ثبات او همپالنې منشور اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او فرهنګي چارو کې ۱۳ د عمل برنامې لري او پر مټ به يې ټول‌شموله دولت نن کار پيلوي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې سوله د سيمې په ګټه ده او دوی غواړي چې د سيمې هېوادونه د سولې په راوستو کې له دوی ملاتړ وکړي.

د هېواد يو شمېر سياسيون لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف او محمدیونس قانوني د لوړې په هېڅ مراسمو کې ونه ليدل شول.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د دلوې په نهه ويشتمه محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

د ټاکنو د پايلو له ا علان وروسته عبدالله عبدالله وويل چې دا پايلې نه مني او نوموړي د ټول‌شموله حکومت اعلان وکړ.

د يادولو ده چې د زلمي خلیلزاد له ډېرو هڅو سره سره بيا هم د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونه حل نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام