په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر د دغه دفتر له غړیو سره لیدلي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ناټو ځواکونو قوماندان پرون ماښام د دغه دفتر له غړیو سره د سولې هوکړهلیک او دغه راز د هغو مواردو په اړه بحث کړی چې نقض شوي دي.
په ټویټ کې دغه راز لیکل شوي چې په ملکي سیمو کې د ناټو ځواکونو د بریدونو په اړه هم بحث شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالب ډلې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې له امریکا سره د سولې هوکړهلیک یې د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له لوري نقض شوی، خو په وینا یې، د دې ډلې جنګیالیو په بشپړه توګه عملي کړی دی.
د افغانستان له بندخونو نه د دې ډلې د بندیانو نه خوشې کېدل د یاد هوکړهلیک د نقض یو مورد دی. د دې ډلې په وینا، ټاکل شوې وه چې بندیان یې د بینالافغاني خبرو اترو له پیل مخکې خوشې شي، خو په بېلابېلو پلمو سره دا بهیر ځنډېدلی دی.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي و چې ډلې یې تل د افغان دولت له استازیو سره خبرو اترو ته تیاری ښودلی، خو د بندیانو نه خوشې کولو له کبله یې بینالافغاني خبرې اترې ځنډولي دي.
دغې ډلې له امریکا غوښتي و چې د سولې هوکړهلیک هم خپله عملي کړي او هم نور همکاران ورته متوجه کړي. د یادې ډلې په وینا، که دا تخطۍ روانې وي، بېباوري به جوړه او دا ډله به جګړې ته زور ورکړي.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وايي، طالبانو د سولې هوکړهلیک پر موادو عمل نه دی کړی.





