پاکستاني ګوندونه: د افغان سولې په اړه د هغوی له خوښې پرته هر ډول هوکړه غندو

وروسته له هغې چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه روسیې، چین او پاکستان پرته د افغانستان له موجودیته درې اړخیزه غونډه وکړه؛ نو د افغان حکومت له لوري سختو نیوکو سره مخ شو.

نن دوشنبې د (جنوري پر ۹مه) د پاکستان مذهبي او ملتپاله ګوندونه هم دغې ناستې ته په اشارې سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د افغانستان په اړه هر ډول پرېکړه کې د افغانستان خوښه او موجودیت ضروري دی.

د ملي عوامي ګوند یو مشر او د خېبر پښتونخوا پخوانی اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي وايي، په سیمه کې د سولې له پاره د ټولو هېوادونو همکاري مهمه ده؛ خو د افغانستان له موجودیته پرته پر هغه هېواد هر ډول خبرې د غندنې وړ دي.

حیدرخان هوتي زیاتوي، په سیمه کې د سولې له پاره هغه هڅې چې افغانستان په کې ګډون ونه لري؛ کله هم ګټورې نه شي ثابتېدلی.

د ده په خبره، که چېرې د پاکستان د کومې حیاتي څو اړخیزې موضوع په اړه خبرې کېږي او پاکستان په کې دخیل نه شي؛ خامخا به یې شور پورته کېږي.

بل خوا د پاکستان مذهبي ګوندونونو هم د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان وروستۍ غونډه غندلې ده. دوی همداراز وايي، چې کله د افغانستان په اړه خبرې کېږي؛ نو افغانستان ته دې په کې برخه ورکړل شي.

د پاکستان د مذهبي ګوند جماعت اسلامي مشر سراج الحق په سیمه کې د امن له پاره او د افغان سولې په تړاو د روسیې، چین او پاکستان جوړه شوې غونډه کې د افغانستان نه موجودیت غندي.

سراج الحق وروستۍ غونډې ته په اشارې ويلي، چې دوی په دې برخه کې د افغان ولس سره ولاړ دي.

دی په ټینګار سره وايي، چې افغان سوله د پاکستان له پاره هم مهمه ده؛ نو ځکه باید په دا ډول غونډو کې د افغانستان ګډون لومړیتوب وګڼل شي.

داسې انګیرل کېږي، چې د افغانستان په اړه په دغې ۳ اړخیزې غونډې کې د داعش وسله والې ډلې پر خلاف د افغان طالبانو سره په اړیکو هم خبرې شوې دي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې له دې وروسته به د سیمې د نورو هېوادونو په ملتیا روسیه د امریکا او داعش پر خلاف د طالبانو سره هر ډول مالي او پوځي مرستې کوي. په دې اړه ځېنې اسناد او شواهد هم لیدل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام