حکومت د ټاکنو ترسره کولو اراده نه‌لري

د ولسي جرګې غړیو د پېژندپاڼو وېشلو بهیر، د پېژندپاڼو اخیستلو له‌پاره د ښځو د ګډون څرنګوالي او پېژندپاڼو کې د مشخص سټيکرونو نصبولو په اړه، نننۍ غونډه کې د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې مشر او د ټاکنو کمېسیون دارالانشا سرپرسته ورغوښتې وه.

د ولسي جرګې ځېنې استازي د حکومت اوسنی نظام ناکامه بولي او وايي، د پېژندپاڼو وېشلو مرکزونو لېرې‌والی، د طالبانو ګواښ او د خلکو ځاني خوندېتوب نه‌شوالی ښيي چې حکومت د ټاکنو له‌پاره اراده نه‌لري.

د ولسي جرګې غړې فاطمه نظري وايي، سره له‌دې چې خلک لا هم د پېژندپاڼو اخیستو ته لېواله دي؛ خو د رای‌ورکولو مرکزونو کموالي او امنیتي ننګونو اندېښمن کړي‌دي.

د ولسي جرګې بل غړی محمدسرور عثمان فراهي وايي چې د هېواد ډېرې ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او ډېر خلک د طالبانو له وېرې د ولسوالۍ په ۵ کیلومترۍ کې د نوم‌لیکنې له‌پاره نه‌شي تللی.

د ده په خبره، د فراه په ۱۰ ولسوالیو کې له مرکز پرته یو ولسوالۍ ته هم څوک نه‌شي تللی. د ښاغلي فراهي په وینا، د طالبانو له خبرداري وروسته څوک نوم‌لیکنه نه‌شي کولی

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا سرپرسته شهلا حق د ولسي جرګې د غړیو اندېښنو په اړه وايي، د دوی د ۱۴۱۹ مرکزونو د فعالونې له پرواګرامه یوازې ۱۲۷ مرکزونه د امنیتي ستونزو له امله بند پاتې دي.

د دې په وینا، کله یې چې د ټاکنو د نوم‌لیکنې بهیر پیل کړ، ۸۳ نور مرکزونه یې هم پرانېستل چې له‌دې سره اوس‌مهال په ټولو ولایتونو کې ۱۲۹۱ مرکزونه فعال دي.

اغلې حق په ټینګار سره وویل چې د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې ۶۰ سلنه مرکزونه په جوماتونو او ښوونځیو کې دي چې په بشپړ ډول د دې مرکزونو امنیت خوندي دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام