
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي تور پورې کوي، چې یو شمېر وکیلان د ځېنو وزیرانو د استیضاح پر مهال د پردې ترشا جوړجاړی کوي.
ابراهيمي نن (دوشنبه) د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د حکومتي چارو د ښه والي په اړه د وزیرانو استیضاح کولو نتیجه نه ده ورکړې او وکیلان باید د وزیرانو د کم کاریو په برخه کې د استیضاح له صلاحیت څخه قانوني ګټه واخلي.
د ولسي جرګې ځېنې وکیلان هم وايي، چې د دوی یو شمېر همکاران د حکومتي چارواکو د استیضاح له پاره لاسلیکونه را ټولوي او له دې لارې له هغوی باج اخلي.
د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي وايي، داسې وزیران پېژني، چې په شپږو میاشتو کې یې یوه پروژه هم اعلان ته نه ده ورکړې، خو د وکیلانو له لوري نه استیضاح کېږي.
د نوموړي په خبره، لسګونه ځله یو شمېر وکیلانو د وزیر د استیضاح له پاره لاسلیکونه راټول کړي دي، خو په پټه کې یې له وزیر سره جوړجاړی کړی دی.
د ولسي جرګې بل غړی رمضان بشر دوست وايي، باید روښانه شي، چې کوم وکیل د استیضاح له پاره لاسلیکونه را ټول کړي دي او بیا یې په دې لاسلیکونو څه ډول معامله کړې ده.
د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې د تقنین کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د استیضاح پر مهال دې د جرګې د غړیو د معاملو د مخنیوي په موخه دې د ولسي جرګې د کورنیو دندو په قانون کې تعدیل راولي.





