د میزان په ۶مه د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې پیلېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، ولسي جرګې ته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې به، تر راتلونکیو شپږو ورځو پیل شي.

د دغه کمېسیون غړی حفیظ‌الله هاشمي وايي، ټاکنیزې مبارزې به د میزان په ۶مه پیل شي او د همدغې میاشتې تر ۲۵مې به دوام وکړي.

ښاغلی هاشمي د ولسي جرګې له ټولو نوماندانو غواړي، د کمېسیون طرزالعمل په بنسټ، خپلې سیالۍ وکړي او قوانین تر پښو لاندې نه‌کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولانو په وینا، د ۳۱ ولایتونو د رایو ورکولو پاڼې کابل ته رسېدلې دي چې د پاتې نورو ولایتونو د رایو ورکولو پاڼې به هم ډېر ژر ور ورسېږي.

رسنیو ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ورکړل شویو اطلاعاتو پر بنسټ، د ټاکنو ورځې له‌پاره ۵زره او سل مرکزونه او د رایو ورکولو ۲۱ زره محلونه تثبیت شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام