د ټرامپ له ټاکنې سره د افغانستان په سیاست کې بدلون نه راځي

نن چهارشنبې د امریکا پر وخت  د (نومبر پر ۸مه) د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ډونالډ ټرامپ د ۲۷۸ الکترال په ګټلو سره د امریکا نوی ولسمشر شو.

افغان شنونکي وایي، چې امریکا په خپل بهرني سیاست کې په مخکې لویې لارې لري او د نوي ولسمشرانو ټاکل به په دې سیاست کې کوم بدلون رانه ولي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ډونالډ ټرامپ له څو میاشتو ټاکنیزو مبارزو وروسته د نومبر پر ۸مه نېټه د ۲۷۸ الکټرال رایو سره هېلیري کلېټن ته ماتې ورکړه او د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه یې سپينې ماڼۍ ته لاره پيدا کړه.

مېرمن کلېنټن وروسته د ۲۱۸ الکټرال رایو نه د ماتې په منلو خپلو خبرو ته دوام ورنه کړ.

د سیاسي چارو او د نړیوالو اړیکو کارپوهان د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرامپ ټاکنه او د پر افغانستان د هغه د اغېزې په اړه سلام وطندار ته وویل، امریکا داسې نظام جوړ کړی، چې سیاست پلی کوي؛ نه شخص.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسون غړي قیوم سجادي سلام وطندار ته وویل، چې د امریکا د بهرني سیاست تګلاره په ځانګړي توګه د افغانستان پر وړاندې د ده او یا د کوم بل ولسمشر په راتګ سره کوم بنسټیز بدلون نه کوي.  

ښاغلی سجادي د مسلمانانو او د نورو نژادونو د وګړيو په اړه د ټرامپ دریځ ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ټرامپ به د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ اختلافونه له منځه یوسي.

همدارنګه سیاسي کارپوه فردوس کاوش هم وایي، چې افغانستان د امنیت له امله امریکایانو ته اهمیت لري او دغه هېواد به هېڅکله افغانستان ته د ځواکونو رالېږل او مرستې بندې نه کړي.

په همدې حال کې د ملي وحدت حکومت مشران هم د ټرامپ ټاکل د ولسمشر په توګه په نړۍ کې د ترورېزم د له منځه وړلو او د اقتصادي همکاریو له پاره یو جدي ګام بولي.

د طالبانو ډلې هم د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په هکله غبرګون ښودلې او په هیله مندې سره وایي، چې د امریکا سیاست به د افغانستان په اړه بدلون ومومي او ټرامپ باید خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا دولت باید د نړۍ د اسلامي هېوادونو په اړه په ځانګړي توګه د افغانستان پر وړاندې د ملګرتیا او پخلاینې له سیاسته کار واخلي او که د امریکا عزت او حیثت هم له منځه ځي؛ باید خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام