ولسمشر د فیض محمد کاتب هزاره په نوم د مډال جوړولو امر ورکړ

د فیض محمد کاتب هزاره ۸۶ تلین په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اشرف غني په ګډون د یو شمېر سیاسي او فرهنګي شخصیتونو له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو.

ولسمشر غني د فیض محمد کاتب هزاره په هکله وویل، د نوموړي سراج التاریخ کتاب نه یوازې دا چې تاریخي اړخ لري بلکې؛ دا کتاب د دې ښکارندوي هم کوي، چې واک ته رسېدل د زور او جبر له لارې نه کېږي.

ولسمشرغني وویل، د کاتب شجاعت او خدمت ته په کتو سره عدلیي وزارت ته امر کوي، چې د هغه په نوم مډال ضرب او د تصویب په پار یې کابینې ته واستوي.

غني همدا ډول د فیض محمد کاتب یاد څلی دې جوړ شي او زیاته یې کړه، چې د پخوانیو تاریخ لیکونکو ټول اثار باید په کراتو چاپ شي.

دغه راز د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د فیض محمد کاتب په اړه وویل، چې نوموړی د افغانستان د معاصر تاریخ پلار ګڼل کېږي او د هغو تاریخ لیکونکو، چې په معاصر عصر کې خپل قلم کارولی د کاتب احسان‌منونکي دي.

غونډې ته لیکوال او څېړونکي حبیب الله رفیع په خپله وینا کې وویل، ښاغلی کاتب که څه هم د خپل کار په موده کې ډېرې ستونزې ولیدې؛ خو بیا هم یې خپل کار ته له سانسور پرته دوام ورکړ.

رفیع زیاته کړه، کاتب یو ملت دوسته ښه استعداد لرونکی انسان و.

د غونډې په پای کې د ولسمشر له خوا امریکایي لیکوال ډاکتر ډانکل مکچزني، چې د کاتب اثار یې ژباړلي د علامه سعید جمال الدین مډال او ۱۲ نورو افغان تاریخ لیکونکو او افغانستان پېژندونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام