
د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش نن په کابل کې له افغانستانه د شوروي د سرو لښکرو وتلو د ۲۶مې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې یو کلنې خبرې اوس یوه مهم پړاو ته رسېدلې او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړهلیک د لاسلیکولو هرکلی کوي.
دانش وویل، د سولې هوکړهلیک لاسلیکېدل به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته لار هواره کړي.
د نوموړي په وینا، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له لاسلیک وروسته دې د افغانانو په مشري او مالکیت د سولې بهیر دوام پیدا کړي او د سولې مرکچي پلاوی چې باید ټولشموله وي، د افغان دولت په محوریت او رهبري له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د ولسمشر دویم مرستیال وايي، که طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې وساتي، په افغانستان کې د اوربند په کېدو سره به تلپاتې سوله را نه شي.

دانش د تاوتریخوالي کمښت په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره بنسټیز او اصلي شرط وباله او زیاته یې کړه، ښايي د تاوتریخوالي کمښت اوربند ته لار هواره کړي.
د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود هم وویل چې حکومت باید د سولې په خبرو اترو کې یو دریځ ولري، څو سولې ته ورسېږو.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په قطر کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرې پای ته رسېدلې دي.
د راپورونو له مخې، د روانې فبروري میاشتې تر پایه به د دواړو خواوو ترمنځ د سولې هوکړهلیک لاسلیک شي.
اړوند مطالب:
افغان او امریکايي چارواکي د تاوتریخوالي کمېدو طرحه جوړوي





