
افغان ولسمشر محمداشرف غني د روژې میاشتې له ۲۷مې د کوچني اختر تر ۵مې نېټې پورې اوربند اعلان کړ.
ولسمشر غني نن پنچشنبې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت وکړ چې د افغان وسلهوالو طالبانو پر وړاندې خپل ټول یرغلیز عملیات ودروي؛ خو په ورته وخت کې یې وویل چې د القاعده، داعش او نورو نړۍوالو ترهګریزو ډلو پر وړاندې دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
افغان ولسمشر په ورته مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولۍ په ستایلو سره وویل چې د هېواد دیني عالمان د دوشنبې په ورځ په کابل کې سره راټول شول او په افغانستان کې یې د انتحاري او انفحاري بریدونه حرام وګڼل او زیاته یې کړه چې افغان دولت د دیني عالمانو د دې فتوا ملاتړ کوي او د هغوی لهخوا د اوربند د وړاندیز هرکلی کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې تر اوسه یوازې د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان شوی او وسلهوالو طالبانو تر دامهاله پهدې اړه د نظر څرګندويي نهده کړې.
څلور ورځې مخکې د (دوشنبې) په ورځ د هېواد ۳۵۰۰ دیني عالمانو د کابل د لویې جرګې په تالار کې د یوې فتوې په ورکولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وګڼله.





