د ملي پېوستون ګوند: ګلبدین حکمتیار باید محاکمه شي

د افغانستان د ملي پېوستون ګوند غړیو او یو شمیر کابل ښاریانو د ۵ شنبې په ورځ (سپټمبر۲۲مه) له حزب اسلامي سره د سولې تړون د لاسلیک په خلاف لاریون وکړ .

دوی وویل، چې وروسته له دې دولته او له نړېوالې ټولنې هیڅ کومه هیله نه لري او د دغه تړون لیک په امضا کولو سره به افغانستان یوځل  بیا د تباهۍ په لور روان شي.

د دغه لاریون ګډون وال وایي، چې دوی له ګلبدین سره د سولې د تړون پر ځای د ګلبدین حکمتیار په محاکمې باندې خوشاليږي.

د ملي پېوستون ګوند ویانده سیلۍ غفار وایي، چې د دې تړون په لاسلیک کولو سره به د جنایتکارانو کړۍ بشپړې شي او افغانستان به یوځل بیا د تباهۍ په لور روان شي.

له بلې خوا، یو تن ګډون کوونکې مرسل ارمان په دغه لاریون کې سلام وطندار ته وویل، دولت د دې حق نه لري چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وبخښي او دا د هغوی کورنیوحق دی چې په هیواد کې  د کورنۍ جګړۍ قربانیان دي.

لاریون نکوونکو د یوې اعلامي په صادرولو سره له ټولو هېواد والو وغوښتل، چې د دولت او حزب اسلامي سره د سولې د تړون په تړاو خپل اعتراضي غږ پورته کړي او د دغه تړون د عملي کولو مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام