هلمند د طالبانو له شتون څخه پاکيږي

دهلمند خانشین، سنګین او مارجې په ولسوالیو کې له تیرو څو ورځو راهیسې د دولت وسله والو مخالفینو ګواښونو زور اخیستی، چې په غبرګون کې یې دا دی  اوس دولتي ځواکونو هم عملیات پیل کړي دي.

د ۲۱۵ م  میوند قول اردو ویاند ډګروال محمدرسول ځاځي نن شنبه (ډسمبر۲۶مه) سلام وطندار ته وویل، چې په عملیاتو کې د ځمکنیو او هوایي ځواکونو سربیره د کمانډو سرتیرو هم ګډون کړی او ډیرې سیمې یې له وسله والو مخالفینو نیولې دي.

ځاځي زیاته کړه، چې په عملیاتو کې له تیرو څو ورځو راهیسې د دولت شاوخوا۵۰ وسله وال مخالفین یوازې په سنګین ولسوالۍ کې وژل شوي او د هغوی سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

د سیمې اوسیدونکي هم وایي، چې په سنګین کې د دولتي سرتیرو کلابندي ماته شوې او یوشمیر یې لښکرګاه ښار ته لیږدول شوي دي.

هغوی وایي، د وسله والو طالبانو په لیکو کې، چی له افغان دولت سره کوم ترهګر جنګیدل بنګله ديشي، پنجابي او نور بهرني کسان په کې شامل و.

دغه راز، نن په کابل کې د ملي دفاع او کورنیو چارو ویاندویانو هم د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې په هلمند کې دولتي ځواکونو پرمختګ کړی او خورا زیاتې سیمې یې د دولت له وسله والو مخالفینو نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام