
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ولیدل.
خلیلزاد پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې په یاده ناسته کې یې د ملګرو ملتونو له لوري د طالبانو د سولې مرکچي پلاوي غړیو ته د سفر اسنادو ورکولو په اړه بحث کړی دی.
نوموړي دغه راز ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د یوه ټولشموله پلاوي پر ټاکلو چې دولت او د افغانستان نور سیاسي اړخونه به پهکې وي، ټینګار شوی دی.
اوس یو شمېر پخواني طالب چارواکي او د سیاسي چارو شنونکي وايي، امریکا هڅه کوي چې د افغان سولې د روانې سولې چټکتیا او بریا لپاره د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د یو شمېر طالب مشرانو نومونه وباسي.
پخواني طالب چارواکي او د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده په دې اړه سلاموطندار ته وویل، امریکا اوس د افغان سولې پروسې د اوږدېدو مخنیوي او په اړه یې د سیمهییزې هوکړې لپاره هڅې کوي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر هم باور لري چې امریکا د افغان سولې په جوړېدونکیو غونډو کې ځینو طالب مشرانو ته د ګډون کولو قانون اجازه پیدا کړي او د دې لپاره یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره خبرې پیل کړې دي.
خلیلزاد: تلپاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی
لاریونوال: بینالافغاني سوله او اوربند غواړو
«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»

د نوموړي په وینا، زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د سیمهییزې اجماع پر جوړولو لګیا دی او په دې اړه یې د سیمې هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا او روسیې استازي پر افغان سولې خبرې کوي او دا مخامخ خبرې په افغانستان کې د امریکا پر رول د روسیې تر توندو نیوکو وروسته ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د امریکا او طالبانو استازي یو ځل بیا د فبروري میاشتې په ۲۵مه په قطر کې سره کېني او پر افغان سولې خبرې وکړي.





