
د لویې پکتیا ځوانانو بنسټ مشر محمدحکیم ساپي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼو د ازمایښتي بهیر له پیلولو د ملاتړ ترڅنګ وویل چې پېژندپاڼې د هر وګړي پېژندګلوي ده او د لویې پکتیا ځوانان له حکومته غواړي چې ژر دغه بهیر د ټول هېواد په کچه پیل کړي.
ښاغلی ساپی همدارنګه وايي، برېښنايي پېژندپاڼې د نفوسو د کره شمېرې د معلومولو تر څنګ، د ټاکنو روڼتیا او ترهګریزو پېښو مخنیوي کې مهم رول لري.
د ښاغلي ساپي په وینا، هر څوک او کړۍ چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو بهیر کې ستونزې رامځته کوي؛ د دې ملت د وګړیو په حق کې جفا کوي.
په ورته وخت کې د کندهار د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم سلاموطندار ته وویل چې د ارګ له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو ازمایښتي بهیر وړ او پرځای ګام دی او دوی یې ملاتړي دي.

خو کابل کې د لېږد جنبش غړي د حقوقپوهانو، سیاستوالو او د پوهنتون استادانو په حضور کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو د ازمایښتي بهیر پر پیلولو نیوکه کوي، وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې یو شمېر کړۍ قومپالنې ته په لمنوهلو سره وضعیت نور هم ترینګلی کوي.
د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر فضلاحمد معنوي دې غونډې ته وویل، حکومت باید قومي بحث له سیاسي بحث څخه بېل کړي، ګنې د هېواد حالات نور هم خرابېږي.
ښاغلی معنوي له افغانانو غواړي، د ارګ قومپالنې او نفاقاچونې پروګرامونو کې ونډه وانهخلي او یو بل ته درناوی وکړي.
په ارګ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ازمایښتي بهیر په پېلېدو سره د ارګ دغه ګام پر وړاندې ملاتړ او مخالفتونه جدي شويدي.
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله او د هغه دویم مرستیال محمدمحقق هم له هغو کسانو دي چې لهدې بهیر سره یې مخالفت کړیدی.





