
د ولسي جرګې ځينو غړو په نننۍ عمومي غونډه کې حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که په ادارو کې سرپرستي پای ته و نه رسوي او نوي وزیران ور معرفي نهشي، نو پېژندل شوي نوي درې وزیران به هم د رای اچولو لهپاره په اجنډا کې شامله نهکړي.
د جرګې غړی قیوم سجادي له وکیلانو غوښتنه وکړه ترهغه چې حکومت ټول نوماند وزیران ورمعرفي نهکړي، نو ور پیژندل شوي ۳ نوماند وزیران هم باید د دغې جرګې په عمومي اجنډا کې شامل نهشي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د حکومت په چوکاټ کې د سرپرستۍ دوام نور د قانون خلاف دی او حکومت هم دغه وضعیت باید جدي پام وکړي.

ابراهیمي وویل، د جرګې اداري او مشرتابه پلاوي له ولسمشر سره په لیدنه کې په وار وار له هغه غوښتنه کړې، چې سرپرستي پای ته ورسوي او ولسمشر هم ژمنه کړې، خو تراوسه یې نهده عملي کړې.
هغه وايي، چې دوی به هم په اعتراض کې دغه ۳ وزیران په اجنډا کې شامله نهکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ځینو ریاستونو او دولتي پوستونو ترڅنګ ۱۲ وزارتونه له ډیرې مودېېراهیسی د ځای ناستو وزیرانو لهخوا اداره کېږي، خو دولسمشر ویاندویان بیا وایې، چې د نوماند وزیرانو په اړه بحثونه پای ته رسېدلي او ډېر ژر به ولسي جرګې ته د کار وړ کسان وروپېژندل شي.





