د امنیتي او دفاعي ادارو درې واړه چارواکي د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د ملي امنیت عمومي رییس استیضاح شوي وو، چې درېیو ‌واړو د باور رایو په ترلاسه کولو سره په‌خپلو دندو پاتې شول.

د ملي دفاع د وزیر سترجنرال عبدالله حبیبي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد سره هم‌مهاله د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي د سردارمحمد داودخان په روغتون د برید او په هېواد کې د ا منیتي وضعیت په اړه د وکیلانو پوښتنې ځواب کړې او له هغه وروسته درېیو واړو ته د باور او رد رایو صندوقونه کېښودل شول.

د جرګې د ټولو ۲۳۴ غړیو له جملې نه په نننۍ غونډه کې ټولټال ۲۰۲ تنه وکیلان حاضر وو، چې د رایو د شمارلو په پایله کې درېیو واړو امنیتي او دفاعي چارواکیو د باور رایې ترلاسه کړې.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د ملي دفاع وزیر ۱۰۶ تایید او ۸۸ در رايې، د کورنیو چارو وزیر ۱۲۰ تایید او ۷۵ رد رایې او د ملي امنیت عمومي رییس ۱۲۹ تایید او ۶۶ رد رایې ترلاسه کړې او په دې توګه درې‌واړه په خپلو دندو پآتې شول.

د نننۍ غونډې په پیل کې یو شمېر وکیلانو د خپلو څرګندونو په لړ کې له نورو وکیلانو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان اوسنيو شرایطو ته په کتو باید امنیتي چارواکي سلب عتماد شي.

دوی زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې د ناټو او اروپایې ټولنې یو ګډ پلاوی افغانستان ته راځي او د امنیتي ـ دفاعي ادارو د کړنې او  فساد په اړه څېړنې کوي او د دې تر څنګ به په دفاعي او امنیتي برخو کې د مرستو د زیاتوالي ژمنې هم وکړي؛ نو ځکه اړینه ده، چې د دې چارواکیو سلب صلاحیت د هېواد په زیان دی.

د دې ترڅنګ د اساسې قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون هم یو مکتوب ولسي جرګې ته استولی و، چې دوی نه‌شې کولی د لویو ریاستونو رییسان استیضاح کړي، ځکه چې په اساسي قانون کې یوازې د وزیرانو په اړه د استیضاح موضوع مطرح ده؛ خو له دې هر څه سره ـ سره بیا هم ولسي جرګې د ملي امنیت عمومي رییس ته د رایو صندوق کېښود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام