وروسته له هغې، چې وسله والو طالبانو له خوا کندوز ښار ته سقوط ورکړ شو، نو شاوخوا ټولو عمومي ځايونو لکه، روغتونونو، بهرنيو او کورنيو موسسو او ځينو شخصي کورونو ته لاړل او هرڅه يې چور کړل.
همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان هم په خپل يو خپور شوي راپور کې ویلي، چې وسله والو طالبانو پر کندوز له ولکې وروسته پر ښځو او ماشومانو جنسي تېري هم وکړل او ان ځينې غېر نظامیان يې شکنجه کړي هم و.
د طالبانو ډله ییز بریدونه او د دوی له لوري د عامو خلکو د مالونو چورول په داخل او خارج کې د خلکو غوسې راپارولي؛ د ملي وحدت حکومت لوړ پوړي مشران، د ولسي جرګې غړي، د افغانستان د سياسي چارو ځینې کارپوهان او د نړۍ ځينې مشران د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندلي؛ خو په دغه برخه کې هغه څه چې د حېرانتا وړ دی په دغه برخه کې د افغانستان د عالمانو شورا چوپ پاتې کېدل دي.
د اسلامي موضوعاتو څيړونکي کماالدین حامد سلام وطندار ته وویل، چې په دغه برخه کې د افغانستان د عالمانو شورا سکوت او چوپه خوله پاتې کېدل د هېوادوالو له پاره ګمراه کوونکې ده.
هغه د افغانستان د عالمانو شورا يو فرمایشي شورا وباله او زیاته يې کړه، چې دغه شورا هيڅ استقلالیت او د رای ورکولو حق نه لري.
کماالدین وايي، د عالمانو شورا حاضر نه دي چې د دین په هلکه روښان او مستقل تفسیر ولري.
حامد زیاتوي، چې د افغانستان د عالمانو شورا زیات ديني تفسیرونه، د عربستان، ایران او پاکستان هېوادونو د عالمانو شورا له مخې کوي او دغه موضوع د دې لامل کيږي، چې یاده شورا د افغانستان د ځينو موضوعاتو په اړه روښانه دریځ او سیاست غوره نه کړي.
هغه زیاتوي، چې د افغانستان د عالمانو شورا سکوت خلک د تيارو لور ته بيايي؛ ځکه دغه سکوت د افغانستان د دولت حقانیت تر سوال لاندې راوړي.
لیکوال او د پوهنتون استاد علي امیري سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان د عالمانو شورا سکوت سیاسي دی او خپله دغه شورا د یو سیاسي دلیل له مخې را منځ ته شوی.
هغه وايي، د افغانستان د عالمانو شورا یو خپلواک بنسټ نه دی.
د امیري په خبره په کندوز کې د طالبانو له لوري په ښځو او ماشومانو جنسي تېريو په اړه چوپ پاتې کېدل به د دوی د نابودۍ لامل شي.
په همدې حال کې د مدني ټولنې فعال عبدالله احمدي وايي، چې په دې اړه د افغانستان د عالمانو شورا له خوا چوپتيا غوره کول به د دغه شورا اعتبار ته جدي صدمه ورسوي او د دوی دا شان حرکت د دې ښکاروندويي کوي، چې د عالمانو شورا د انساني فاجعې په اړه سياسي چلند کوي.
همدارنګه عبدالرحیم جامي د مدني ټولنې بل فعال، د افغانستان د عالمانو شورا سکوت په باب وویل، چې د دوی چوپ پاتې کېدل د طالبانو جنایاتو ته د تایید مهر لګولو معنا ورکوي.
هغه د کندوز د پېښې په اړه د عالمانو شورا خاموشي غوره کول د ژمي له خوب سره تشبیه کړ.
د افغانستان د مدني ټولنې فعالان په دې باور دي، چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی او د عالمانو له لوري پر جنایاتو فتوا صادرول کولی شي، چې پر ټولنې د قناعت وړ تاثیر کولی شي او په دې سره به ټولنه هم په خورا قدرت او روحيې سره د افغان امنيتي ځواکونو څخه دفاع وکړي.





