
د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱مې مادې پر بنسټ، د ولسمشر کار له ټاکنو وروسته د پنځم کال د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته پای ته رسېږي او ټاکنې باید له جوزا میاشتې مخکې ترسره او نوی ولسمشر خپل کار پیل کړي؛ خو داسې ونهشول.
ولسمشر محمد اشرف غني له اساسي قانونه د سترې محکمې تفسیر پر اساس، د جوزا پر لومړۍ نېټه هم خپل کار ته دوام ورکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر د کار دوام د قانون خلاف او نامشروع بولي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا غړي د حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم له ویاندویانو محمد واعظي سلاموطندار ته وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا به راتلونکیو ورځو کې کابل او د ولایتونو په کچه لاریونونه وکړي.
د ښاغلي واعظي په وینا، د قانون له نظره د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر د کار دوام مشروعیت نهلري چې د هغه د کار دوام به هېواد کې د سیاسي او ټولنیز بحران د رامنځته کېدو لامل شي.
سیاسي کارپوه غلام فاوق سکندري پهدې باور دی چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر د کار دوام، افغانستان کې د قانون ماتولو فرهنګ غښتلی کوي او د دولت او ښاروندانو ترمنځ باور له منځه وړي.
د ښاغلي سکندري په وینا، د اساسي قانون ۶۱مه ماده واضحه ده او د بنسټونو له لارې هېڅ ډول تفسیر ته اړتیا نهلري.
ښاغلی سکندري زیاتوي، کهچېرې په اوسني وضعیت سره نظام دوام پیدا کړي؛ افغانستان به هېڅکله هم مقتدر او دیموکرات نظام ونهلري.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي نن پهخپلې فېسبوکپاڼې د ښاغلي غني نننی کاري پروګرام خپور کړیدی.
ښاغلي مرتضوي سلاموطندار ته وویل، د سیاسي مخالفینو څرګندونې حقوقي مبنا نهلري.
د هغه په وینا، د قانون خلاف هر ډول عمل، غیرقانوني کار شمېرل کېږي او که سیاستوال کوم دلیل، حقوقي او قانوني منطق لري؛ ښاریانو سره دې شریک کړي.
لهدې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې پر مهال سترې محکمې په ۱۳۸۸ کال کې خپل لیدلوری وړاندې کړیو او ویلي یې وو چې ولسمشر او مرستیالان یې د ټاکنو د ترسره کېدلو پورې خپل کار ته دوام ورکولی شي.
ښاغلی مرتضوي هم زیاتوي، د اساسي قانون او د ټاکنو قانون پر بنسټ ولسمشر د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسره کولو پورې د هېواد ولسمشر دی.





