
د افغانستان ملي جبهې نن په کابل کې د کورنیو چارو پخواني وزیر انورالحق علومي په مشرۍ او نورو سیاسي اشخاصو او مدني فعالانو په غړیتوب خپل موجودیت اعلان کړ.
د افغانستان ملي جبهې رییس انورالحق علومي د دې جبهې د موجودیت په مراسمو کې وویل چې د افغانستان ملي جبهه د هېوادوالو د یووالي اتحاد په پار جوړه شوېده.
د ښاغلي علومي په وینا، ځېنې کړۍ د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لهپاره هڅه کوي چې د هېوادوالو ترمنځ قومي او ژبنۍ ستونزې راپورته کړي.
د افغانستان ملي جبهې رییس زیاته کړه چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو دلته خپلې ګټې لیدلي دي او په همدې بنسټ هغوی له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. دی له حکومته غواړي چې د دې ترهګریزو ډلو له ملاتړیو سره د سولې خبرې ـ اترې وکړي.
تر دامهاله په افغانستان کې ډېر سیاسي ګوندونه او جبهې جوړې شوي؛ خو ډېری هغه یې د مشخصې برنامې او موخې د نهلرلو له امله پاشل شوېدي.





