
د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمه چې نن جوړه شوه؛ د ټاکنیزو کمیسیونونو لس پخواني کمیشنران یې هر یو په دونیم کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخواني غړي عبدالعزیز اریايي، حمیرا حقمل، عبدالبصیر فایز او د ټاکنو کمیسیون پخواني غړي عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفېع الله بېدار، عبدالقادر قریشي، حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي د کم کارۍ، له صلاحیتونو ناسمه ګټه اخيستنه، د ټاکنو د رایو د زیاتوالي او په کونړ ولایت کې د رایې اچوونې په څلورو محلونو کې د صالح محمد صالح د رایو باطلولو په تور له دندې لرې او لويې څارنوالۍ ته معرفي کړل.
خو د ټاکنیزو کمیسیونونو کمېشنرانو د محکمې پرېکړه و نه منله او ویې ویل، دوی وياړي چې د خپل ماموریت پرمهال د هېڅ زورواکي په وړاندې تسلیم نه شول.
د يادونې ده چې دا شمېر کمېشنران په ابتدایي محکمه کې هر یو په پنځه، پنځه کاله بند محکوم شوي وو.





