د رسنیو اعتراض‌لیک ته د ارګ غبرګون

د ولسمشر د عامه اړیکو او اسټراتيژیکو چارو سلاکار وحید عمر نن په يوه خبري ناسته کې د رسنيو د مسوولانو د اعتراض‌ليک په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

وحيد عمر وايي، د رسنيو مسوولان بايد حکومت ته وضاحت ورکړي چې کومو بنسټونو په کوم کال کې له رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي.

نوموړی زياتوي، يوازې د ولسمشر وياند صديق صديقي په تېرو ۶ مياشتو کې ۷۸۰ ځلې د خبريالانو ټليفونونو ته ځواب ورکړی او ۵۴ ځلې يې په ګرديو مېزونو کې ګډون کړی دی.

د ولسمشر وياند صديق صدیقي وايي، ځینې داسې موارد دي چې د معلوماتو په شريکولو کې ډلبنډۍ ته اړتيا لري.

د هېواد د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ يا نی مسوولان اطلاعاتو د لاس‌رسي هر ډول  محدوديت د قانون پر خلاف بولي.

د ياد بنسټ رييس عبدالمجیب خلوتگر وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي وضعيت خرابه شوی دی.

نوموړی زياتوي، که اطلاعاتو ته لاس‌رسی موجود نه وي د بيان د ازادۍ په توګه د رسنيو ماهيت له منځه ځي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې د رسنيو د مسوولانو د اعتراض‌ليک په اړه غبرګون ښيي چې  نن د يو شمېر رسنيو مسوولانو اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام