پاکستان افغان کډوالو ته د نوم لیکنې ۶ میاشتې وخت ورکړ

د پاکستان د سرحدي او قبایلو چارو وزارت او د «نادرا» ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې په پاکستان کې یو میلیون غیرقانوني کډوال راجسټر شي.

د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزیر عبدالقدیر بلوچ پاکستانیو رسنیو ته ویلي، بې‌‌اسنادو افغان کډوالو ته ۶ میاشتې وخت ورکوي، چې د پاکستان حکومت له‌خوا برابرېدونکیو ۵۰ مرکزونو کې ځانونه ثبت کړي.

د نوموړي پر وینا، پولیسو ته یې ویلي، چې پاکستان کې قانوني کډوال تنګ نه‌کړي؛ خو د هغو کډوالو د ځورولو او ورسره د قانوني لارو ـ چارو واک لري، چې قانوني اسناد ونه‌لري.

بلوچ همدارنګه ویلي، د غیرقانوني کډوالو د نوم لیکنې بهیر له افغان حکومت سره په همغږۍ کوي او د پاکستان په «نادرا» هر دفتر کې به د ناقانونه افغان کډوالو د پېژندنې له‌پاره یو افغان څارونکی موجود وي.

تېر کال د پاکستانيو پولیسو د بېلابېلو ځورونو په پایله کې ۲ سوه زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام