ولسي جرګې د ټولګټو چارو وزیر ته د باور رایه ورکړه

که څه هم ولسي جرګې د ټولګټو چارو وزیر یما یاري د ۱۳۹۶ کال پراختیايي بودیجې د نه لګښت په اړه استیضاح کړی و، خو نوموړي د وکیلانو قناعت ترلاسه او د ۶۰ تایید او ۳۴ رد رایو په اخیستو سره یو ځل بیا پر خپله څوکۍ پاتې شو.

د ټولګټو چارو وزیر یما یاري د ولسي جرګې په عمومي غونډې کې وویل، یاد وزارت په ۱۳۹۷ کال کې ۹۷،۵ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې، په داسې حال کې چې تېر کال شمېره ۶۲ سلنه وه.

د نوموړي په وینا، د ظرفیت کموالی، په پروژو کې د مافیايي کړیو نفوذ، ناسم اداري جوړښت، د لویو لارو جوړول، څارل او ساتل، هغه ستونزې دي چې دغه وزارت یې له  اصلي لارې اړولی، خو بیا یې هم په لومړي ځل ۹۷،۵ سلنه بودیجه چې ۱۸ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي، لګولې ده.

که څه هم یما یاري استدلال کاوه چې ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال په پای کې د باور رایه ورکړې، خو وکیلانو بیا هم ورته صندوق کېښود چې په پایله کې یې د ۶۰ تایید او ۳۴ رد رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمي له لوري بریالی اعلان او یو ځل بیا پر خپلې څوکۍ پاتې شو.

ټاکل شوې ولسي جرګه په راتلونکیو ورځو کې د کابینې څلور نور وزیران هم د لازمې پراختیايي بودیجې نه لګولو له کبله استیضاح او په اړه یې پرېکړه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام