د طالبانو درې کسیز تخنیکي پلاوی د بندیانو د لېږد لپاره کابل ته راغی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې د بندیانو لېږد لپاره کابل ته د یوه درې کسیز تخنیکي پلاوي د رسېدو خبر ورکوي.

نوموړي لیکي چې یاد پلاوی به د بندیانو د خوشې کولو له پروسې لیدنه کوي او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملي امنیت شورا ویلي وو، د افغان دولت د اړیکې لومړنۍ ډلې وړمه ورځ د ویډیويي کنفرانس له لارې له طالب استازیو سره درېیمه غونډه کړې ده.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ټاکل شوې طالب پلاوی د سره صلیب په همکاري کابل ته راشي او دولت به یې په بګرام کې کوربه‌توب وکړي، څو د بندیانو خوشې کولو لړۍ دوام ومومي.

دواړو لوریو دغه راز هوکړه کړې چې افغانستان ته د طالب پلاوي له راتګ وروسته به ټولې تخنیکي خبرې مخامخ وشي.

ملي امنیت شورا په بندخونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو اندېښنې په اړه ویلي چې دولت په دې برخه کې ټول روغتیايي تدابیر په پام کې نیولي دي.

کابل ته راتلونکی طالب پلاوی لس غړي لري چې مشري یې مولوي ضیاالدین کوي. ټاکل شوې وه دغه پلاوی د تېرې جمعې یا شنبې په ورځ کابل ته راشي، خو افغان حکومت او طالبانو وویل چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې راتګ ځنډېدلی دی.

ټاکل شوې په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ طالبان له بنده خوشې شي.

حکومت ویلي چې د طالبانو ټول بندیان به له لیکلي ضمانت وروسته په تدریجي ډول خوشې کړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام