د اساسي قانون ټول واک د ارګ په انحصار کې دی

د اجرایوي ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي نن په کابل کې د اساسي قانون د نمانځنې اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د ملي یوالي حکومت هوکړه‌لیک ځېنې مادې نه‌دي پلي‌شوي؛ خو د دې هوکړې ځېنو نورو مادو عملي‌کولو کې چې د برېښنايي تذکرو وېش، د اساسي قانون تعدیل کمېسیون جوړول، رڼو ټاکنو ترسره‌کولو او د اساسي قانون تعدیل له‌پاره د لويې جرګې پر سر اوس هم د ارګ او اجرایوي ریاست ترمنځ اختلاف شته.

د ښاغلي رحیمي په وینا، په حکومت کې د سمون او د نظام غیرمتمرکز کولو له‌پاره باید په اساسي قانون کې جدي تعدیلونه رامنځته شي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې اوس د اساسي قانون پر بنسټ ټول واک د ارګ په انحصار کې دی.

د ملي یوالي حکومت هوکړې پلي‌کولو کمېسیون رییس محمد ناطقي

په ورته وخت کې د ملي یوالي حکومت هوکړې پلي‌کولو کمېسیون رییس محمد ناطقي د اساسي قانون پر مرکزي‌کېدو نیوکه کوي او زیاتوي، سره له‌دې چې د ملي یوالي حکومت هوکړه د اجرایوي ریاست پر رول ټینګار کوي؛ خو هر څه ارګ ترسره کوي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال وايي چې د ټولو بنسټونو واکونه د اساسي قانون پر بنسټ روښانه شوي‌دي.

د ښاغلي مینه‌پال په وینا، ولسمشر د اساسي قانون پر بنسټ له خپلو واکونو کار اخلي.

غونډه کې د حقوق پوهانو ټولنې غړیو هم په اساسي قانون کې پر ځېنو تعدیلونو ټینګار وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام