
د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد پهخپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د اروپايي ټولنې له هېوادونو او ناټو سره یې توافق کړی چې د افغان سولې په تړاو بینالافغاني خبرېاترې پیلول بېړنی لومړیتوب دی.
ښاغلی خلیلزاد لیکي چې افغانستان ته وارد شوي او خپل راتلونکی حالت د افغانستان شرایطو ته په پام تعیینوي.
ورته مطالب:
ولسمشر: طالبانو ته کابل، ننګرهار یا کندهار کې دفتر ورکولی شو
د مسکو غونډه؛ ټول بهرني ځواکونه دې ووځي
سرګي لاروف: بینالافغاني مذاکرات، د سولې حل لاره ده
ده لیکلي چې د اروپايي ټولنې له همکارانو او ناټو سره یې په بروکسل کې خبرې کړي او هغوی د سولې په باب د پرمختګ په پار تشویق کړی او د دې بهیر هرکلی یې کړیدی.
د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي لیکلي، زموږ د ټولو ګډه موخه سولې ته رسېدل دي نه د پوځیانو ویستل چې پهدې سره به مو د دوو لسیزو جنګونو قربانیانو ته احترام کړیوي.
ده فېبرورۍ پر ۸مه هم ویلي وو چې د امریکا لهپاره د سولې د موافقې ترلاسه کېدل لومړیتوب لري نه دا چې په افغانستان د امریکا پوځي موجودیت پای ته ورسېږي.
ښاغلي خلیلزاد څو ځلې له طالباستازیو سره د افغان سولې په اړه بېلابېلې غونډې کړي چې وروستۍ هغه یې په قطر کې ۶ ورځنۍ ناسته وه. افغان ولسمشر اشرف غني د سولې هغه غونډې چې د افغانحکومت استازي پهکې ګډون ونهلري ګټورې نه بولي.





